ښځې نړۍ

کاناډا یوه ښځه د پوځ د لويې درستیزې په توګه وټاکله

Photo: Canadian Post

کاناډا د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د پوځ د لويې درستیزې په توګه وټاکله.

ګلوبل نیوز راپور ورکړی چې جیني کاريګنان د کاناډا د پوځ د نوې لويې درستیزې په توګه ټاکل شوې ده.

د دغه راپور له مخې، نوموړې تر دې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کړې ده.

مېرمن کاريګنان په افغانستان، عراق او هرزګوین کې د پوځي دندې د ترسره کولو تجربه لري.

هغه په ​​١٩٩٠کال کې د نظامي انجینرۍ ډګر ته داخله شوه او له هغه وروسته يې د دوه جنګي انجینرۍ واحدونو قوماندانه او  د ٢٠١٩ په پسرلي کې په کبک کې د سیلاب ځپليو سره د مرستو رسونې په څانګه کې د بحران عملیاتو مشري کوله.