د «سوٸلي اسیا غږ »خپرونې پهه یوه مقاله کې راپور ورکړی چې هند هڅه کوي د افغانستان د کانونو او لیتیم زېرمو ته لاسرسی ومومي.
په دې مقاله کې دافغانستان د لیتیمو زېرمې یو تریلیون ډالره اټکل شوې دي؛ خو خپرونه وايي په دې سوداګرۍ کې د هند اصلي سیال چین دی.
له بلې خوا يادې خپرونې لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو شتون، امنیتي بې ثباتي او په هیواد کې د زېربنایي ننګونو له امله دغو کاني زیرمو ته لاس رسی ستونزمن برېښي.
د سوٸلي اسیا غږ خپرونې ويلي، د افغانستان په کانونو کې د هند ګډون به د دغه هېواد لپاره یوه ستراتیژیکه پانګونه وي چې کولی شي په افغانستان کې «سیاسي او اقتصادي چاپیریال د طالبانو په ګټه» ښه کړي.
په دې مقاله کې همداراز زياته شوې، چې چین اوس مهال د نړۍ ٦٠ سلنه لیتیمو پروسس کنټرولوي.
د مقالې د موندنو له مخې، که هند له افغانستان څخه د لیتیم په ترلاسه کولو کې بریالی شي، پر چین به د دغه هېواد تکيه کمه شي.
د سویلي اسیا غږ خپرونې زیاته کړه چې د طالبانو له نظره، د لیتیم ويستلو په برخه کې له هند سره ښکیلتیا ډیرې ګټې لري او د پانګونې شرایط او اقتصادي وضعیت ښه کوي.
خو طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د لیتیمو کان کيندنې او پانګونې په برخه کې د هند د لېوالتیا په اړه څه نه دي ویلي.