Uncategorized @ps

د ملي مقاومت جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د کابل ښار، انځور له رويټرز

د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په کابل کې يې د طالبانو دوه غړي په یوه برید کې وژلي دي.

د دې جبهې د خبرپاڼې  پر بنسټ، دغه بريد د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د ذوالفقار لېسې په کوڅه کې شوى دى.

د ملي مقاومت جبهې ویلي چې په برید کې یو بل طالب ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دې جبهې مخکې هم ادعا کړې وه چې په هرات ولایت کې يې دوه تنه طالبان د خپلو غړو په برید کې وژلي دي.

طالبانو تل ویلي چې دوی په ټول افغانستان کې امنیت تامین کړی او په افغانستان کې هیڅ فرد یا ډله نشي کولای چې بریدونه وکړي او امنیت ګډوډ کړي.

خو د افغانستان د امنیت څار بنسټ د جون د میاشتې په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې یوازې په روانه میاشت کې په افغانستان کې ۳۳ امنیتي پېښې شوي چې ډېری یې د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې بریدونه دي.