افغانستان

پاکستان او ایران په دوو ورځو کې نږدې ۲زره ۵۰۰ افغان کډوال ايستلي

نږدې ۲زره۵۰۰ افغان کډوال په دوو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه «په خپله خوښه او جبري» ډول ويستل شوي او هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې (یکشنبه،د چنګاښ ۱۰ او دوشنبه، چنګاښ۱۱مه) له پاکستان او ایران څخه ۲زره ۴۵۰ افغان کډوال ايستل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، دغه کډوال د نیمروز، کندهار او ننګرهار ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت ویلي چې ۶۴۳ تنه د تورخم، ۴۸۴ تنه د سپین بولدک او يو زرو۳۲۳ تنه د نیمروز د ورېښمو د پل له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په پام کې لري چې ۸۰۰ زره نور افغان کډوال وباسي.

تر دې مخکې الجزیرې خبر ورکړی و، چې پاکستان دغه پروګرام دوه ورځې وړاندې (یکشنبه، دچنګاښ ۱۰مه) پیل کړ.

د راپور له مخې، هغه کډوال چې نه غواړي په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، د دغه هېواد له خوا نيول کېږي او په «جبري ډول» شړل کېږي.