افغانستان

دوحه نن د افغانستان په اړه د غونډې د دويمې ورځې کوربه ده  

 دوحه نن (دوشنبه د چنګاښ  ١١) د افغانستان په اړه د دريم پړاو غونډې کوربه ده.

د دوحې د دريمې غونډې  د اجنډا پر بنسټ، چې يوه کاپي يې آمو ته رسېدلې ده، د دې غونډې دويمه ناسته به پر ځايي وخت د سهار په ١١:٣٠ بجو پيل شي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیاله روزميري ډي کارلو به د نن ورځې د غونډې د پرانیستې وروسته وینا وکړي.

له هغې وروسته به د طالبانو د ګډون کوونکي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه ۱۵ دقیقې وینا وکړي.

د دوحې د درېيمې غونډې دويمه ورځ به درې نيم ساعته دوام وکړي، چې د اجنډا له مخې به دوه ساعته د هېوادونو د استازو له خوا ازاد بحثونه او د غونډې د پای او پايلو وروستۍ ساعت وي.

د دوحې دریمه غونډه د بشري حقونو د یو شمېر فعالانو، مدني ټولنو او یو شمېر ښځو له خوا د ښځینه استازو د نه شتون او د ښځو د حقونو په اړه د اجنډا په سر کې د بحث نشتون له امله «تحريم» او «غندل» شوې ده.

له دغو ښځو څخه يې ځينو  د غونډې پر ضد په ټوله نړۍ کې پراخ لاریونونه کړي دي.

لاريون کوونکو ښځو په بېلابېلو خبرپاڼو، اعلاميو او پرېکړه ليکونو کې ويلي، چې دغه غونډه «د افغانستان د خلکو پر سر د طالبانو سره د نړۍ معامله» ده او دوی يې «غندنه» کوي.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د د دوحې غونډې دویمه ورځ به په څو ساعتونو کې د دوحې په ریتز کارلټن هوټل کې پیل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دوحې د دريمې غونډې له رسمي پيل مخکې د بېلابېلو هېوادونو استازو پرون (د غونډې په لومړۍ ورځ) لومړنۍ او شخصي ناستې هم درلودې.