افغانستان ښځې

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ کانګرس لخوا له طالبانو سره د مرستو د کمولو دتصویب هرکلی  کړى

د شنبه  هاى ارغواني غورځنګ د امریکا د استازو جرګې له خوا له طالبانو سره د امریکا د مرستو د کمولو د پرېکړه ليک د تصويب هرکلی کړی دی.

د ښځو د دغه اعتراض غورځنګ  په خبرپاڼه کې راغلي «موږ د امريكا د استازو پر جرګې او  حکومت غږ کوو چې د دې لایحې ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د یرغمل شویو خلکو ؛ په ځانګړې توګه د ښځو د ملاتړ لپاره پر طالبانو بندیزونه ولګوي.»

دغه غورځنګ همداراز د امریکا له حکومته غوښتي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ۲.۸ میلیارد ډالرو مرستې په اړه معلومات وړاندې کړي.

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ وايي، امریکايي مالیه ورکوونکي او د افغانستان خلک باید په دې پوه شي، چې دغه فنډ (د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا ۲،۸ میلیارده ډالره مرسته) څنګه کارول شوې ده.

دې غورځنګ پخپله خبرپاڼه  کې ویلي،«د طالبانو د ځاني اعلان شوي او د ښځو ضد رژیم د دوام او د نړیوالو ترهګرو په مرکز د افغانستان د بدلېدو یو لامل پټې او ښکاره نړیوالې مرستې دي، چې په کې  ۴۰ میلیونه ډالري اونيزه مرسته هم شامله ده.»

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ وايي چې« طالبان دا پيسې  د افغان ولس څپنې؛ په ځانګړې توګه، ښځې، زیان منونکي توکمیزې ډلو  او مذهبي لږکيو، د بشریت ضد جرمونو، جنسیتي تبعيض او د هیواد د وګړو په منځ کې دوېره په  رامنځته کولو د خپل ناقانونه حکومت د ټينګښت لپاره کاروي.»

د يادونې وړ ده، چې د امریکا د استازو جرګې درې ورځې وړاندې یوه لایحه تصویب کړه چې پر بنسټ یې له طالبانو سره د امریکا ټولې مرستې بندېږي.

دا لایحه اوس د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته وړاندې شوې او له تصویب وروسته به پلي شي.

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ د امریکا پر کانګرس هم غږ کړی چې د امریکا پر حکومت فشار راوړي؛ څو د سراج الدین حقاني د نیولو لپاره جدي اقدام وکړي.

 شنبه هاى ارغواني غورځنګ  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د سفر د معافیت غځول «د افغانانو پر وړاندې ستر ظلم» بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنيو چارو د وزير سراج الدين حقاني د نيولو پر سر لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده.

خو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه ته متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د سفر لپاره معافيت  ورکړى دى.