سویلي آسیا

مولانا فضل الرحمان: په راتلونکو څو میاشتو کې به په خیبر پښتونخوا کې اسلامي امارت جوړ شي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، په راتلونکو څو میاشتو کې به له افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمو کې اسلامي امارت جوړ شي.

د پاکستان مذهبي مشر، چې په پارلمان ته يې وينا کوله، ویلي چې هغه دا وړاندوینه «په خواشینۍ سره» اعلانوي.

نوموړی وايي، په تېرو شلو کلونو کې له ۴۰ زرو تر ۵۰ زره پاکستاني جنګیالي د افغان طالبانو ترڅنګ جنګېدلي او اوس بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي.

مولانا فضل الرحمن وايي، په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د پاکستاني حکومت مخالف دی.

 په عین حال کې هغه ټینګار وکړ چې دغه مبارزه نه یوازې چې کمه شوې نه ده؛ بلکې په «کلک هوډ» سره لا هم دوام لري.

ښاغلی فضل الرحمن وايي، پاکستان دا عمليات (ترهګرۍ  ضد مبارزه ) د چین د خوشالولو لپاره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چینايي انجینرانو پر یوه موټر په برید کې د یوه پاکستاني موټر چلوونکي په ګډون پنځه چینايي وګړي وژل شوي دي.

له پېښې وروسته چین په دې پېښې سخت په غوسه شو او د پاکستان پر حکومت یې غږ وکړ چې د چينايي اتباعو د خوندیتوب لپاره دې نور اقدامات وکړي.

خو د پاکستان د جمعيت علمای اسلام مشر ویلي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په خیبر پښتونخوا او وزیرستان کې د اسلامي امارت بیرغ پورته شي.

د پاکستان حکومت د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو شتون په هیواد کې د ناامنیو لامل بولي.

خو طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې د پاکستان په امنیتي ادارو کې کمزوري شتون لري.