د نړۍ مخکښه خبریاله ایډیت کیماني د «وومن پوسټ»سره یوځای شوې چې د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره یې کمپاین پیل کړی.
آغلې کمیاني وویل، «د ملګرو ملتونو هره غونډه یا اداره چې د افغان ښځو ګډون او د هغوی د حقونو دفاع په پام کې نه نیسي د باور وړ نه ده.»
اډیټ کیماني د مونیخ امنیتي سرمشریزې او د جي ٧ سرمشریزې د آسان چارې په توګه هم یادېږي.
د یادولو وړ ده چې د میرمن پوسټ خوځښت هڅه کوي چې د افغان میرمنو د دریځ په ملاتړ د سلو تنو مخکښو میرمنو غږ او نظر د دوحې د دریمې غونډې جوړونکو او ګډونوالو ته ورسوي.
آغلې کمیاني په نړۍ کې ۳۱مه مشهوره ښځه ده چې په دې کمپاین کې برخه اخلي.
تر دې مخکې د ښځو او بشري حقونو سازمانونو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیکونه استولي او له هغه یې غوښتي چې د دوحې غونډه دې د افغان ښځو د استازو په ګډون جوړه کړي.