افغانستان ښځې

د امریکا ځانګړې استازې: د ښځو له ګډون پرته د افغانستان د ستونزو لپاره د حل لاره نشته

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د ښځو له شتون پرته د افغانستان لپاره د حل لاره شتون نه لري.

هغې ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکس لیکلي: «د هیواد د راتلونکي اړوند بحثونو کې د ښځو له شتون پرته په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات د ننګونو لپاره د حل لاره شتون نه لري.»

رینا امیري ټینګار کړى چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ښځو مهم رول لوبولی دی.

دا په داسې  حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته له ستنېدو وروسته، طالبانو د دغه هېواد پر ښځو او نجونو سخت محدوديتونه او بندیزونه لګولي دي.

کابو درې کاله کېږي چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته او نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تګه منع شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو دغه تګلاره د نړۍ او اسلامي هېوادونو له جدي او سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده. خو دوی د افغان ښځو او نجونو په وړاندې په خپله تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.

په همدې حال کې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډه به په څلورو ورځو کې په قطر کې جوړه شي؛ خو د بشري حقونو د څار اداره وايي، ملګرو ملتونو په پراخه کچه د طالبانو په غوښتنه د دې غونډې له اجنډا څخه د ښځو د حقونو بحث لرې کړی دی.