افغانستان ښځې

فوزیه کوفي: د دوحې له غونډې څخه د ښځو ایستل له نړیوالو پرېکړو سره په ټکر کې دي

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي د دوحې له درېیمې غونډې  د ښځو پر ایستلو سخته نیوکه وکړه او دا یې د نړیوالو پریکړو سره په ټکر کې وبلله.

مېرمن کوفي وايي، د ښځو، مدني ټولنو او ولسواکه  ځواکونو ایستل «د ملګرو ملتونو د یوې بلې ناکامۍ چې اوس ځان په افغانستان کې یوازینی لوبغاړى ګڼي، ښکارندويي کوي.»

هغې د دوحې لومړۍ پروسې ته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې لامل شوه، استدلال وکړ او ویې ویل چې له دغو مذاکراتو څخه د پخواني افغان حکومت ګوښه کېدل د ملي بنسټونو د پرځېدا لامل شوي دي.

هغې وويل: «د طالبانو د غوښتنو پر بنسټ د دوحې د درېيمې غونډې د طرحې لپاره هڅې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ٢٧٢١ پرېکړه ليک خلاف دي.»

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون له ۳۰ (چنګاښ) څخه د جولای تر لومړۍ نېټې د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو او د طالبانو د پلاوي په ګډون جوړه شي.

خو د ځینو سرچینو په وینا، د بشري حقونو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل چې په پیل کې د دغو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېدل، ظاهراً له اجنډا څخه لرې شوي دي.