افغانستان

واشنګټن پوسټ: موسمي بدلونونه د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو هڅې ننګوي

د هلمند ولایت. عکس له رویټرز څخه

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې موسمي بدلونونه په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو هڅې ننګولې دي.

د دغه راپور له مخې، د موسم د بدلون له امله په افغانستان کې نور کرنیز محصولات په اسانۍ سره وده نه کوي او کروندګر د کوکنارو د بديل کښت لپاره کمې هڅې کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې په افغانستان کې د بزګرانو د کوکنارو د کرلو یو لامل په سختو موسمي شرایطو کې د دې بوټي وده ده.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د موسم د بدلون او د سختې هوا له امله د هېواد په ځینو سیمو کې د ځینو کرنیزو محصولاتو کښت ډېر ستونزمن او آن  ناشونى دی.

په دې راپور کې راغلي چې که څه هم په افغانستان کې کروندګرو د طالبانو لخوا د کوکنارو پر کښت د بندير اعلان وروسته بدیل کښت ته مخه کړې وه؛ خو د نورو فصلونو په کرلو کې د دوی درې کلنې تجربې دوی دې ته اړ کړل چې د کوکنارو کښت ته بېرته ورستانه شي.

واشنګټن پوسټ لیکي: «که طالبان ونه شي کولی د نورو فصلونو ته د کوکنارو په پرتله د لېږد بریالى سيسټم اداره کړي، نو اغیزې یې د افغانستان له پولو هاخوا احساسېداى شي.»

په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان سوٸلي ولایتونه د هېواد د کوکنارو د تولید شاوخوا دوه پر درې برخه جوړوي.

واشنګټن پوسټ همدا راز ویلي، په داسې حال کې چې په تېره یوه نیمه پېړۍ کې په افغانستان کې د هوا د تودوخې منځنۍ کچه ۳،۲ درجې فارنهایټ لوړه شوې ده چې د نړۍ د منځنۍ کچې دوه برابره ده؛ خو د افغانستان په سوېل کې د تودوخې درجه ۴.۳ درجې فارنهایټ لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل ویلي، چې د دوی تر ادارې لاندې یې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید صفر ته راټیټ کړی دی.

خو د هېواد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رييس په ګډون يو شمېر ايراني چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځلې ويلي چې له افغانستان څخه د نشه يي توکو کښت، توليد او قاچاق نه يوازې کم شوى نه دى؛ بلکې له افغانستانه ایران ته د شیشې (میتامفتامین) تولید او قاچاق هم زیات شوی دی.