افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان د “جنسيتي تبعیض” په رسميت پیژندلو غوښتنه وکړه

Women activists in an indoor protest. File photo.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې نړۍ د ښځو پر وړاندې د پر جنسیتي تبعيض سترګې پټې کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان او ایران کې د ښځو له خوا د جنسیتي تبعيض د پیژندلو له کمپاین څخه د خپل ملاتړ په اعلانولو، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دا د بشریت ضد جرم په توګه وپیژني.

په همدې حال کې یو شمېر ښځې او نجونې چې له کار او زده کړو بې برخې دي وايي، چې د طالبانو له لوري له لګول شویو بندیزونو ستړې شوې او له نړۍ غواړي چې په افغانستان کې جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې د جنسیتي تبعيض د بشريت په وړاندې د جرم توګه په رسميت پیژندلو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان ویلي چې په ټوله نړۍ کې ښځې او نجونې له سیستماتیک تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي د مساوي حقونو او آزادیو او د ښځو او نجونو د کرامت له لاسه ورکولو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د شرم وړ بللې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي، اګنیس کالمارډ وویل: “هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې د جنسیت له امله له خلکو ناوړه ګټه پورته کړي، ګوښه کړي، خاموش کړي یا غلي کړي.”د بخښنې نړیوال سازمان په ایران او افغانستان کې د اعتراض کوونکو ښځو لخوا د جنسیتي تبعيض په رسميت پیژندلو لپاره د کمپاین ملاتړ کړى دى.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، که جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژندل شي، نو د ښځو پر وړاندې د تبعیض په له منځه وړلو کې به مرسته وکړي او د هغوی حقونو ته د لاسرسي او د جنسیتي برابرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ښځو د حقونو فعاله حليمه پژواک وايي: “سترو قدرتونو د طالبانو ډله را ژوندۍ کړه او د طالبانو د واکمنۍ لپاره يې شرايط طرحه کړل او که چېرې د جنسيتي تبعيض د بشر ضد پديدې په توګه وپېژندل شي، نو دوى به دې ته اړ شي.” د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره دوی د انارشیزم له شرایطو سره سم د پلان سنجولو ته دوام ورکوي او هغه ظلم او شکنجې ته چې طالبان یې پر افغان ښځو تحمیلوي سترګې پټوي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله مریم اروین وايي: “ملتونه باید پر خپلو حکومتونو فشار راوړي چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني او طالبان د بشریت ضد په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې ترسره شوي جنايتونو له امله محاکمه او مجازات شي.”

له کار او زده کړو بې برخې یو شمېر نجونې وايي، چې طالبانو د جنسیت له امله دوی له خپلو حقونو بې برخې کړي او د نارینه او ښځو تر منځ یې تبعیض کړی دی.

زهره چې پخوانۍ دولتي کارکوونکې ده، وايي: “طالبانو پر موږ د کار او مطالعې بنديز ولګاوه او پر کار او زده کړو د بنديز لګولو سربېره يې د ښځو او نارينه وو تر منځ ښکاره توپيري چلند کړى دى، او په داسې حال کې چې په دولت کې يو نارينه کارکوونکى تر شل زره افغانیو پورې معاش اخلي، یوه ښځینه کارکوونکې ته پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي، دوی په ښکاره او عامه توګه د جنسیت پر بنسټ تبعيض پیل کړى دى.”

شکریه، چې یوه زده کوونکې ده، د طالبانو د محدودیتونو په اړه وايي: “موږ ښځې د طالبانو له محدودیتونو ستړې شوې یو او له نړیوالې ټولنې غواړو چې په افغانستان کې جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني.”

یو شمېر ښځې وايي، چې د طالبانو د قدرت ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې پر نجونو او ښځو بندیزونه ولګول او د جنسیت له امله یې له ښځو سره تبعیضي چلند پىل کړى دى.