افغانستان نړۍ

آلماني رسنۍ: برلین غواړي د ازبکستان له لارې افغان کډوال ستانه کړي

الماني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت له ازبکستان سره په خبرو بوخت دی؛  څو افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته واستوي.

د دغه راپور له مخې د آلمان حکومت له طالبانو سره له مستقیمې مشورې پرته له ازبکستان سره پر دغه پلان کار کوي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د می میاشتې په پای کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو پلاوي تاشکند ته سفر کړی چې پر دې موضوع خبرې وکړي.

رسنۍ وايي، دغه پلاوي د ازبکستان حکومت ته وړاندیز کړی چې هغه افغان وګړي چې له ويستلو سره مخامخ دي، تاشکند ته ولېږي او له هغه ځایه د کام ایر خصوصي هوايي شرکت له لارې کابل ته ولېږدول شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

خو د راپورونو له مخې، مخکې له دې چې د کډوالو د ويستنې پر بهیر هوکړه وشي، د ازبکستان حکومت له آلمان سره د کډوالۍ د یوه رسمي تړون غوښتنه کړې چې له مخې به یې آلمان ته د مسلکي او حرفوي ازبک کارګرانو د تګ زمینه برابره شي.

يادونې وړ ده، چې د جون په لومړیو کې د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي و، چې هېواد یې د هغو افغان کډوالو د ایستلو پر بهیر خبرې کوي، چې د دغه هيواد امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.

د آلمان دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې يو آلمانى پولیس د یوه افغان کډوال لخوا ووژل شو.