د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ایران او پاکستان په تېرو دوو ورځو کې ۵زره ۶۵۶ افغان کډوال په زور او خپله خوښه ایستلي دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، ایران ۴زره۸۸۱ تنه اېستلي چې د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې دي.
بلخوا د طالبانو په وینا پاکستان هم د تورخم له لارې ۷۷۵ افغان کډوال ایستلي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دغو راستنو شویو کې ۱۴۹ کورنۍ هم شاملې دي، چې له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.