افغانستان

د برېټانيا پخوانى لومړى وزير: ټوله نړۍ باید له طالبانو څخه د نجونو د بنسټيزو حقونو د غوښتنې لپاره متحده شي

د برېټانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون  له زده کړو څخه د نجونو د محروميت  زرمې ورځې په مناسبت د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو څخه د نجونو د بنسټيزو حقونو د غوښتلو لپاره سره متحد شي.

د برېټانيې پخواني لومړي وزیر پر اېکس ټولنيزه شبکه په دې خبرې خواشیني څرګنده کړې چې ښځينه زده کوونکې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي او ټینګار یې کړى چې د افغان نجونو د زده کړو له لاسه وتلې ۱۰۰۰ ورځې به بېرته هېڅکله را ونه ګرځي. 

ګورډون براون ليکلي: «افغان نجونو اوس د زده کړو زر ورځې  له لاسه ورکړي دي چې هېڅکله یې بیرته ترلاسه کولى او راګرځولى نشي. اوس يې وخت دى چې ټوله نړۍ سره يو شي او له طالبانو وغواړي چې د هرې نجلۍ اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي.»

پرون (پنجشنبه د غبرګولي ۲۴ مه) طالبانو لخوا له شپږم ټولګي څخه د پورته د نجونو پر زده کړو دبندیز زر ورځې پوره شوې.

يوشمېر ښځینه محصلینو له آمو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د دوحې د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د زده کړو موضوع  ته لومړیتوب ورکړي.