د ایران د ملکیتونو او املاکو د ثبت ادارې ویاند صفدر کشاورز وايي، په ایران کې د ٥٠سلنه ثبت شوی بهرني شرکتونه د افغانانو ملکیت دي.
د هغه په وينا، دغه شرکتونه د املاکو د پېر او پلور په موخه د ايران د املاکو د ثبت په اداره کې ثبت شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو پربنسټ، ښاغلي کشاورز وویل: «له ١٤٠٠ راهیسې ٦زره او ٤٠٩ بهرني شرکتونه [په ایران کې] تاسیس شوي، چې اوس مهال ٥زره او٩٨٧ شرکتونه فعال دي.»
د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د هېواد د سوداګرو په ګډون ډېری هېوادوال د امنیتي ګواښونو او د مناسبو اقتصادي فرصتونو د نشتوالي له امله د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او ترکیې ته ولاړل.
د دغو افغانانو ډېر شمېر يې په دې هیوادونو کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه کړې ده.
که څه هم طالبانو په وار وار د هېواد له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي؛ خو سوداګر د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په بانکي سیستم کې ستونزې او د زیاتو مالیاتو اخيستل په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې اصلي خنډونه يادوي.