افغانستان

طالبان هلمند کې یو خبریال زندان ته لېږلی دی

دغه خبریال چې ځوان تکل نومېږي، له هیلې خصوصي ټلویزیون سره کار کوي.

د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریيس ادعا کوي، چې ځوان تکل یې د هلمند محبس ته د نشه یي توکو د لیږد په تور نیولی دی.

حافظ راشد هلمندی وایي: “یاد خبريال غوښتل دهلمند محبس کې بندي خپلوان ته نشه یې توکي ( چرس) یوسي چې د تلاشي پرمهال طالب ځواکونو نیولی دی.”

خو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي، ځوان تکل د طالبانو د حکومت د هغې د سیسې له مخې نیول شوی چې غواړي د طالبانو پر حکومت منتقد خبریالان ونیسي.

دغه سرچینه زیاتوي: “ځوان تکل تازه غوښتل چې په دغه ولايت کې پر يوه راپور کار وکړي او د خلکو ستونزې پکې بیان کړي. طالبان غواړي ټول خبريالان تر فشار لاندې راوړي او د طالبانو حکومت اړوند مثبت خبرونه پرې نشر کړي.”

د معلوماتو له مخې طالبانو په دي ورستيو کې د افغانستان په بیلابیلو ولايتونو کې د خبریالانو نيولو ته دوام ورکړی دی.

دبي پولي خبريالانو د بنسټ د معلوماتو له مخي چې یوازې په مې میاشت کې ۱۲ خبریالان له دې سره سره نیول شوي چې طالبانو د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب کمېسیون بېرته جوړ کړ.

د بې پولې خبریالانو ټولنې لیکلي چې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیونې غندي او له دوی په کلکه غواړي چې د ژورنالېستانو د خوندیتوب په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي او د مطبوعاتو قانون رعایت کړي.