د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د پاکستان حکومت پرون له دغه هیواده ۵۸۲ تنه کډوال په اجباري او اختياري توګه ايستلي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د ۳۳۶ کسانو په ګډون ۶۷ کورنۍ له پاکستان څخه په زوره ایستل شوې او د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د ۲۴۶ کسانو په ګډون ۴۸ نورې کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته راستنې شوې دي.
دا ويستنه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی چې د افغان کډوالو د وېستلو دوهم پړاو پیل کړي.
د تېر کال په نومبر میاشت کې پاکستان اعلان وکړ چې ۱.۷ میلیونه بې اسناده کډوال به له هېواده وباسي. پاکستاني رسنۍ اټکل کوي چې شاوخوا یو نیم میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.