سړې هوا د هرات د خیمو اوسېدونکي په ځانګړې توګه ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د خېمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې تر خیمو لاندې له خپلو کورنیو سره سړې شپې تېروي او تر اوسه طالبانو او مرستندویه موسسو د دوی لپاره مناسبه سرپناه نه ده جوړه کړې.
د دغو خېمو یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د ژوند تر وړو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
سعدیه له خپلو اتو کوچنیو ماشومانو سره تر خیمو لاندې سړې شپې تېروي.
هغه وايي چې زلزلې هر څه ترې اخیستې دي او اوس د ژوند تر ټولو وړو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
په هرات کې د ١٢٠ ورځو توپان د دغې ښځې او د هغې د ماشومانو په ستونزو کې زياتوالى راوستى او د مناسبې سرپناه د نشتوالي له امله يې ماشومان ناروغان شوي دي.
د سختو ورښتونو او توپانونو په پیلېدو سره د خېمو زیات شمېر اوسېدونکي چې ډیری یې د هرات ښار اوسېدونکي وو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي، خو د زلزلې قربانیان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي، اوس په هر حالت کې اړ دې چې شپې او ورځې د خیمو لاندې تېرې کړي.
د انجيل، ګذر، کشکک او زنده جان ولسواليو اوسېدونکي د وروستيو زلزلو له امله تر ټولو زيات زيانمن شوي دي.
د هرات يو شمېر اوسېدونکو د سړې هوا، باران او طوفان له وېرې خپلې خېمې پرېښې او خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.
دغه اوسېدونکي د خوراکي او روغتيايي برخو کې د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.
کابو یوه میاشت کېږي چې د هرات د زلزله ځپلي تر خېمو لاندې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وروستۍ شمېرې ښيي چې په هرات کې د زلزلې له امله شاوخوا لس زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شل زره نور کورونه سخت زیانمن شوي دي.