افغانستان سویلي آسیا

په پاکستان کې د افغان کډوالو د باروړونکي موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شول

Photo: Pakistani media

د پاکستان پنجاب ایالت د اټک سیمې «ګرند ترنک» سړک ته نږدې د افغان کډوالو په وسایلو بار موټر د اوښتو له امله دوه تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شول.

پاکستانيو رسنیو رپوټ ورکړی چې په دغه باروړونکي موتر کې پنځه افغان کورنۍ بار وې چې له سنګجاني سیمې افغانستان ته روان وو.

د پولیسو یوه چارواکي ډان نیوز ته ویلي چې دا موټر د ټایر د چاودېدو له امله چپه شوی دی.

د اټک پولیسو د یوې بیانیې په صادرولو د مړو نوم ۵۵ کلن سلمان خان او ۶۰ کلنه بي‌بي ګل یاد کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي د پېښې مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

همداراز څلور ټپیان چې وضعیت یې نازک و د درملنې لپاره راولپنډۍ ته لېږدول شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان دلته مېشتو ناقانونه کډوالو ته د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.

ویل کېږي چې څه د پاسه ۱،۷ میلیونه افغانان په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې ژوند کوي.

د پاکستان د موقت حکومت د دې پرېکړې له امله په تېرو څو ورځو کې هره ورځ زرګونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، یوازې د شنبې په ورځ د لړم په شپږمه لږترلږه اته زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.