د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د سربلند کلي یو اوسېدونکی چې خپله امیندواره مېرمن او څلور کلنه لور یې له لاسه ورکړي وایي تراوسه یې کافي مرستې نه دي ترلاسه کړې.
سید امیر چې اوس په یوه خېمه کې اوسېږي او کور یې هم وران شوی وايي د کور او کورنۍ په نشتوالي کې سختې شپې ورځې تېروي.
هغه ټینګار کوي چې د مېرمنې او لور له لاسه ورکولو غم یې تل ځوروي او ټینګار کوي چې د ژوندانه د دوام لپاره هېڅ پلمه نه لري.
د هرات زلزلې غمجن اړخونه د هرې ورځې په تېرېدو سره لا برسېره کېږي.
د زنده جان ولسوالۍ د سربلند کلي اوسېدونکی سید امیر وايي: «ټاکل شوې وه د زلزلې په ورځ دوی له دې کلي څخه هرات ښار ته ولاړ شي، خو زلزلې دوی تر خاورو لاندې کړل.»
سید امیر زیاتوي چې په دې درد کې یوازې نه دی ورور یې هم خپله مېرمن او دوې لوڼې له لاسه ورکړې ـ داسې درد رواني ستونزې یې ورته زیاتې کړې ورور یې د خبرو کولو وس نه لري.
د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي دوی ته مرستې رسولو له وضعیته په نیوکې سره وايي، که څه هم تراوسه یو څه نقدي مرسته ورسره شوې، خو په دغو پیسو خپل وران کور نه شي رغولای ترڅو په راتلونکي ژمي کې د اوسېدو لپاره سرپناه ولري.
د هغو شمېرو له مخې چې طالبانو ورکړې، د هرات په زلزله کې څه د پاسه دوه زره او ۴۴۵ تنه مړه شوي او دوه زره او ۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.