د چهارشنبې ورځې له غرمې وروسته مرتضی بهبودي چې د افغانستان او فرانسې تابعت لري، له ۲۸۴ ورځو وروسته د طالبانو له بنده خوشی شو.
ښاغلی بهبودي د طالبانو د مخالفینو لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی و.
هغه تېره ورځ د طالبانو محکمې له پرېکړې وروسته د څرخي پله له زندانه خوشی شو.
د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر هم د ښاغلي بهبودي له خوشي کېدو هرکلی کړي او په یوه اعلامیه کې یې له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو له خپلسرو نیونو ډډه وکړي.
د یوناما د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «یوناما د خبریال مرتضی بهبودي له خوشي کېدو چې د روان کال له جنورۍ راهیسې د افغانستان د رسمي چارواکو له خوا نیول شوی و هرکلی کوي. موږ همداراز د رسنیو د خوندیتوب او خپلسرو نیونو د پای ته رسولو په اړه له اوسنيو چارواکو سره تعامل او فعالانه ملاتړ ته دوام ورکوو.»
د ملګروملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنت هم د مرتضی بهبودي د خلاصون هرکلی کړی دی.
«مرتضی بهبودي» مېرمن پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې خبریالي جرم نه دی او هېڅوک باید خپلسري نیول کېدل تجربه نه کړي.
د مرتضی بهبودي مېرمن الکساندرا مستواجا وايي: «د مرتضی په خوشي کېدو زما نړۍ ته رڼا راستنه شوه او بیا ځلې ژوند راته پیلېږي. د ټولو ملاتړونو له امله مننه کوم. هېڅوک باید د خپلسري نیولو او د خپلې کورنۍ د غړي د وضعیت د بې خبرۍ درد تجربه نه کړي. بیا هم وایم خبریالي جرم نه دی.»
روښانه نه ده چې مرتضی بهبودي به څه وخت له کابله فرانسې ته ولاړ شي؛ خو د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې له بنده د مرتضی بهبودي خلاصون د آزادۍ د دفاع کوونکو لپاره د خوښۍ خبر دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان عمومي منشي کریسټوفر ډیلایر وايي: «د مرتضی بهبودي د خوشې کولو په اړه د کابل د جنايي محکمې پریکړه، البته د هغه د مېرمن الکساندرا، د نوموړي د ملګرو او همکارانو او د مطبوعاتو د آزادۍ د ټولو مدافعینو لپاره ښه خبر دی. د بې پولې خبریالانو سازمان هڅه کوي چې مرتضی بهبودي په پاریس کې له خپلې مېرمنې او کورنۍ سره تر راتلونکو څو ورځو پورې یو ځای شي.»
له دې سره هم مهاله له لسو ورځو وروسته د «نسیم راډیو» دوه خبریالان «سیف الله رضايي» او “مجتبی قاسمي” پرون په ضمانت سره خوشي شوي دي. خو د دغې رسنۍ مسوول «سلطان علي جوادي» لا هم د طالبانو په بند کې دی. دغه خبریالان د تلې په ۱۶ مه د دوهم ځل لپاره نیول شوي دي.
د رسنیو فعال ظریف کریمي وايي: «له بده مرغه په دايکنډي کې د نسيم راډيو مسوول لا تر اوسه په بند کې دی او د دې راډيو خپرونې بندې دي، موږ د دغې راډيو د خپرونو د بيا پيل او د دې راډيو د مسوول مدير د خلاصون غوښتنه کوو، او که هر ډول تورونه شتون لري نو باید د رسنیو د سرغړونې کمېسیون ته واستول شي.»
په همدې حال کې یو شمېر خبریالان په افغانستان کې د خبریالانو د ناوړه کاري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کوي او له مسوولو بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې اغېزمنې حل لارې ولټوي.
خبریال قاسم عادل زاده وايي: «د بیان ازادۍ سخته محدوده شوې ده؛ خبریالان او رسنۍ په سمه توګه معلوماتو ته لاسرسی نه لري. له بلې خوا د کار د محدودیتونو لګولو په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو لپاره کاري چاپیرېال تنګ کړی دی.»
ښاغلي “بهبودي” د تېر کال د چنګاښ په پنځلسمه د خبريالۍ او د راپورونو د چمتو کولو په موخه افغانستان ته سفر کړى و، یوې سرچينې ويلي دي چې د کار د جواز نشتوالى د طالبانو له خوا د ښاغلي بهبودي د نيولو يو لامل و. مرتضی بهبودي له یو شمیر فرانسوي رسنیو سره د عکاس په توګه دنده ترسره کړې ده.