افغانستان

یونیسف: ۱۶ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

د بشري مرستو د اړمنو شمېر د افغانستان د بشري ناروین د پراختیا ښودنه کوي، څه د پاسه ۲۹ میلیونه اړمن، داسې شمېر دی چې په تېرو دوو لسیزو کې بې مخینې بللی شوی.

خو تر ټولو مهمه دا چې د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوولینو ویلي، بشري مرستو ته له ۱۹ میلیونه اړمنو کابو شپاړس میلیونه یې ماشومان دي؛ دا د خوړو، درملنې، زده کړو او ښايي د نورو برخو اړمن وي.

د ګلبدین په نوم یو کارګر ماشوم وايي: «موږ په کور کې اته کسان یو، د ورځې اتیا یا اویا روپۍ کار کوم او کور ته یې وړم.»

کندز ښار کې کارګر ماشوم.

یونیسف له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې د ماشومانو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي، په افغانستان کې کابو ۹۰۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري. د خوراکي توکو کمښت او د هغې نامناسب کیفیت د خوارځواکۍ اصلي لاملونه بلل کېږي او قحطي، د اوبو کمښت، وچکالي او جګړې یې په ماشومانو کې د زیاتوالي لامل شوي چې ددغو ستونزو واقعي انځور په افغان ماشومانو کې لیدل کېدای شي.

ډاکتر سید عبدالله احمدي په دې اړه وايي: «په افغانستان کې د خوارځواکۍ اصلي لاملونه وزګاري، په کورنیو کې د ماشومانو زیاتوالی او له زېږون وروسته د ماشومانو روغتیا لپاره د منظم سیستم نه شتون چې د خوارځواکۍ لامل کېږي، له بده مرغه ددې ناروغۍ درملنه له مخنیوي څخه څو برابره ګرانه ده.»

ملګروملتونو د یخنۍ موسم په درشل کې د افغانستان بشري وضعیت ناوړه او د اندېښنې وړ بللی؛ دا هېواد له میلیونونه له لوږې او آن د لوږې او بشري اړتیاوو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. دا سازمان په داسې شرایطو چې خلک د بې وزلۍ له سخت فشار سره مخ دي، خپلې مرستې یې تر درې میلیون تنو پورې راکمې کړې دي.

د یونیسف د راپور پربنسټ، په افغانستان کې ۱۷،۶ میلیون تنه روغتیایي بشردوستانه مرستړ ته اړتیا لري چې زیات شمېر یې ماشومان دي.

په دغه راز شرایطو کې د ملګروملتونو مرستندویه بنسټونه د بودیجې د پام وړ کمښت سره مخ شوي؛ دې چارې له اړمنو سره د مرستې رسوول سخت محدود کړي دي.