۶۵کلن عبدالغفار وایي له نوې ځوانۍ راهیسې پکول په سر کوي.
د هغه په وینا، پکول د افغانستان د کلتور یوه برخه ده او سربېره پر دي، د یخنۍ موسم لپاره مناسب دی.
د کونړ اوسېدونکی عبدالغفار وايي: «په کونړ او نورستان کې ژمی سوړ او دوبی ګرم وي او پکول ددغو دوو هواوو لپاره مناسب دی.»
د یو شمېر ولایتونو په تېره بیا شمالي او شمال ختیځو ولایتونو اوسېدونکي پکول په سر کوي.
داسې ښکاري چې د نورو ولایتونو په پرتله په کونړ کې پکول په سر کول ډېر دود دي.
د دې ولایت په مرکز اسدآباد کې پکولونه جوړېږي او له دې لارې د کورنیو ورځنۍ اړتیاوې برابروي.
محمد داوود چې له کابو دېرشو کلونو راهیسې د پکولونو کاروبار کوي وايي کله یې چې تازه پکول ګڼدل پيل کړل د ګڼدلو ماشین نه و او هغه مهال به یې پکولونه اوبدل خو اوس یې د نورو خولیو په شان ګنډي.
نوموړی زیاتوي د پکول په جوړولو کې له وړیو کار اخیستل کېږي. پکولونه د افغانستان او پاکستان خلک کاروي او هغه پکولونه چې په کونړ کې جوړېږي پاکستان ته هم صادرېږي.
پکول جوړوونکی محمد داوود وايي: «له دې مخکې د چترال لاره خلاصه وه او د پکولونو جوړولو موادو واردولو لار پرانیستې وه، اوس تړلې، لومړی دا توکي پېښور ته او له هغه ځایه د تورخم له لارې کونړ ته راوړل کېږي چې دا ډېر لګښت لري.»
د کونړ اوسېدونکی عبدالغفار وايي: «دا ښې خولۍ دي او زه یې له دېرشو کلونو راهیسې کاروم او بهر ته هم لېږل کېږي.»
د کونړ اوسېدونکي پکول د دې ولایت بېلګه ګڼي او وايي چې د نورو ولایتونو اوسېدونکي چې کونړ ته سفر کوي پکولونه سوغات په توګه ورکوي.