افغانستان

د بریتانیا د پارلمان استازي له طالبانو د ستاینې ویډیو له خپل ټویټر څخه لیرې کړه

د بریتانیا د پارلمان غړي توبیاس الووډ هغه ویډیو چې افغانستان کې د تریاکو له تولید او فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د طالبانو هڅې ستایلې وې، له خپلې ټویټرپاڼې لیرې کړه.

هغه چې د پارلمان د دفاعي کمیټې ریاست پرغاړه لري، د یوې «بشپړې عجیبې» ویويدو له امله چې داسې ښکارېدل په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت ستاینه کوله، د یوه محافظه کاره غړي له غندلو سره مخ شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له هلمند ولایت څخه د الووډ له «مثبت» راپوره چې اوس له ټویټرپاڼې لیرې شوی ستاینه کړې وه.

همداراز د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا ویډیو به «وڅېړي».

هغه چې د ټاک ټي وي د خپرونې له چلوونکي پييرس مورګان سره په مرکه کې څرګنده کړه: «مهمه ده چې خپل لاس پورته کړئ او خپلې غلطۍ ومنئ، که څه هم په ښه نیت درېږم، خپله خبره کوم. زه هڅه کوم داسې حل‌لارې پیدا کړم، په ځانګړې توګه په نړیوال ډګر کې او ډېر خواشینی یم چې له سفر څخه زما لرلید ډېر ښه بیانېدای شوای.»

الووډ زیاته کړه: «ډېر ښکاره وایم. وروستۍ یوه دوې ورځې د پارلمان د یوه غړي په توګه زما لپاره ترټولو سختې ورځې وې. ما تېروتنه وکړه.»

په همدې حال کې مارک فرانسوا پارلمان کې الووډ ته خبرداری ورکړ، چې که غواړي د کمیټې د رییس په توګه پاتې شي، د خپلو نظرونو په بیانولو کې دې ډېر «احتیاط وکړي.»

فرانسوا دا ویډیو «حیرانوونکې» وبلله او وې‌ویل چې دا ویډیو «د طالبانو له خوا د هېواد له مدیریت څخه ستاینه کوي.»

هغه جوته کړه، چې الووډ له خپل لوري خبرې کولې، ان که د کمیټې د رییس له عنوان څخه یې په څو اړوندو مقالو کې ګټه ترې اخیستې وي.

فرانسوا زیاته کړه: «الووډ د نجونو په زده‌کړو کې له پرمختګونو د ملاتړ لپاره کابل کې د بریتانیا سفارت له پرانیستو ملاتړ وکړ.»

الووډ په هغه ویډیو کې چې اوس لیرې شوې، څرګنده کړه له هغه چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان کې امنیت «ډېر ښه شوی، فساد کم شوی او د تریاکو سوداګري له منځه تللې ده.»

هغه وړاندیز وکړ چې لوېدیځ هېوادونه باید له طالبانو سره په تعامل کې هغوی د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي.