د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د متحده ایالتونو د ملي امنیت له سلاکار جیک سالیوان سره د ټلیفون له لارې د دوه اړخیزو مهمو مسایلو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو خبرو کې د افغانستان له خلکو سره د دوامداره بشردوستانه ملاتړ په اړتیا ټینګار شوی دی.
دواړو لوریو همداراز په اوسني وضعیت کې د افغانانو د اړتیاوو د کمولو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د افغانستان د خلکو اوسنی وضعیت چې له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، د نړیوالې ټولنې اصلي اندېښنه ده او د کارپوهانو په اند، قطر د یوه مهم لوبغاړي په توګه دغو ننګونو ته د رسېدنې په برخه کې رول لوبولای شي.