افغانستان

اردوغان: کي‌يف په ناټو کې د غړیتوب وړ دی؛ هیله‌من یم چې د غَلو صادرات تمدید شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي سره له لیدنې وروسته وویل چې کي‌يف په ناټو کې د غړیتوب وړ دی انقره به د خبرواترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

زلنسکي د «جګرې له پای ته رسېدو وروسته» په پراګ کې له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره د اوکراین څخه د ملاتړ ژمنه ترلاسه کړه او بلغاریا هم ویلي چې «د شرایطو په برابرېدو» سره به له ناټو د اوکراین له غړیتوبه ملاتړ وکړي.

اردوغان ویلي: «اوکراین په ناټو کې د غړیتوب وړتیا لري، زه غواړم یو ځل بیا پر دې ټکي ټینګار وکړم چې تل مې تر دفاع کړې ده، عادلانه سوله هېڅ بایلونکی نه لري. د لوریو ترمنځ له اختلافاتو سره سره، تر ټولو صمیمانه هیلې مو د سولې هڅو ته ستنېدل دي.»

اردوغان هم هیله مندي څرګنده کړې چې د تور سمندر له لارې د اوکراین د غَلو صادراتو د دوام لپاره د مسکو او کي‌يف ترمنځ هوکړه وغځول شي.

دا تړون د جولاي په اوولسمه پای ته ورسېد.

د ترکیې ولسمشر ویلي: «د تېر کال په مارچ میاشت کې موږ د (روسیې او اوکراین) د مرکچي پلاویو د یوې مهمې ناستې کوربتوب وکړ. وروسته په جولاي میاشت کې د تور سمندر له لارې د غَلو د صادراتو نوښت مو وکړ چې په استانبول کې لاسلیک شو؛ دا هغو هڅو په پایله کې و چې له ملګروملتونو سازمان سره مو ترسره کړې. هیله من یم د نوښت دوره چې تراوسه مو کابو ۳۳ میلیون ټنه غَلې اړمنو ته رسولې، نړۍ ته د ترکیې له تنګي څخه د نفس په توګه د جولاي په اوولسمه بیا تمدید شي.»

دا په داسې حال کې دي چې روسیې له دې مخکې ګواښ کړی و چې له دې قرارداد څخه به ووځي. مسکو لوېدیځ هېوادونه تورن کړي چې د روسیې د کرنیزو محصولاتو او کیمیاوي سرې د صادراتو لپاره غوښتنې یې نه دي پوره کړې.