افغانستان

طالبانو په بلخ کې شیعه‌یانو ته ویلي د سترې محکمې د پرېکړې له مخې باید اختر ولمانځي

په بلخ ولایت کې د طالبانو د استیناف محکمې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ولایت کې شیعه وګړي باید کوچنی اختر په هغه ورځ ولمانځي چې دوی یې اعلانوي.

د طالبانو د استیناف محکمې په دې درې ماده‌ییزه خبرپاڼه کې لیکلي:

۱ـ کله چې سترې محکمې د میاشتې لیدل اعلان کړل، باید اهل تشیع هم په هماغه ورځ کوچنی اختر ولمانځي

۲- د شیعه او اهل سنتو وروڼو ترمنځ باید وحدت او یووالی وي او له بې اتفاقۍ مخنیوی وکړو.

۳ـ د اهل تشیع علما باید د اهل تشیع مېرمنو لپاره د شرعي حجاب د رعایتولو په اړه سپارښتنه وکړي ترڅو شرعي حجاب په ټول افغانستان کې د ټولو لپاره یو شان وي له مذهبي توپیر پرته.

د طالبانو محکمې ویلي چې دا پرېکړه د دوی له امربالمعروف، حج او اوقافو ریاست او امنیه قوماندانۍ او یو شمېر شیعه وګړو سره په مشورې شوې ده.

د طالبانو محکمې په دې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پرېکړه په هغه ناسته کې شوې چې د بلخ د استیناف محکمې نوي رییس محمد گلاب فاروقي، په بلخ ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس سردار محمد حیدري، د طالبانو د حج او اوقافو رییس سیف‌الدین عزیزي، د طالبانو د پوهنې رییس عبدالجلیل شهید خېل، د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال عبدالله عمر، په دې ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان عبدالحی عابد او همداراز په مزارشریف کې د شیعه وګړو یو شمېر مشرانو او علماوو پکې ګډون درلود.

له دې مخکې شیعه وګړو په افغانستان کې کوچنی اختر له اهل سنتو یوه ورځ وروسته لمانځه.

طالبانو تېر کال د سعودي عربستان د پرېکړې خلاف چې دوشنبې د غويي دوولسمه یې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه، یکشنبې د غويي ۱۱مه یې د اختر ورځ اعلان کړه او هغه کسان چې د یکشنبې په ورځ یې د اختر لمونځ نه و کړی ونیول او وې ځورول.