افغانستان

په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شو

په تهران کې د افغانستان سفارت سرچینې وایي دغه سفارت نن یکشنبې د کب په اوومه له غرمې مخکې په رسمي توګه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو او د ایران حکومت دا سفارت طالبانو ته وسپاره.

د دغو سرچینو په وینا، ایران تېره اونۍ په تهران کې د افغانستان سفارت له مسوولینو په جدي توګه غوښتي و چې دا سفارت دوی ته وسپاري.

د مخکیني حکومت سفیر عبدالقیوم سلیماني نن په تهران کې د افغانستان سفارت کیلي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته تسلیم کړه. د ایران د بهرنیو چارو وزارت له غرمې وروسته دا سفارت په رسمي ډول طالبانو ته وسپاره.

طالبانو په تهران کې د افغانستان سفارت لومړی مرستیال محمد افضل حقاني په ایران کې د دې ډلې سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړی دی.

په تهران کې د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» د سفارت یو دیپلومات حامد رهګذر له آمو سره په خبرو کې وایي چې تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالقیوم سلیماني وروغوښت او ورته وې ویل چې په سفارت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی او دغه هېواد تصمیم نیولی چې د افغانستان سفارت طالبانو ډلې ته وسپاري.

ښاغلی رهګذر زیاتوي، له هغې وروسته عبدالقیوم سلیماني او په تهران کې یوې ډلې دیپلوماتانو پرېکړه وکړه چې طالبانو ته د دغه سفارت د سپارلو پرځای دا سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري. نوموړي وویل: «ټول اسناد، مدارک او وسایل چې په سفارت کې دي موجودي مو کړل او کیلي مو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله.»َ

کابو درې اونۍ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د افغانستان سفارت ته په یوه رسمي لیک کې لیکلي و، محمد افضل حقاني چې د روان کال له پسرلي راهیسې یې په څلورم بست کې د سفارت د لومړي مرستیال په توګه کار کړی، له دې وروسته به د سفارت سرپرستي پرغاړه ولري.

دا لیک چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاسلیک کړی و پکې راغلي: «هدایت ورکول کېږي چې د څلورم بست کارکوونکی او د ایران په تهران کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر محمد افضل حقاني، اعتبار د ۱۴۰۱ د مرغومي له پنځمې تر امر ثاني پورې د دغه سفارت له چارو سرپرستي وکړي او د خپلو اجرااتو په اړه ډاډ ورکړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ددې لیک له ترلاسه کولو وروسته اعلان وکړ چې د محمد افضل حقاني سرپرستي یې نه ده منلې او د امیرخان متقي له دې پرېکړې سره مخالف دي. په تهران کې د افغانستان سفارت یو ديپلومات آمو ته وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت خپل دا مخالفت آن د دغه وزارت په وېبپاڼه کې خپور کړ خو څو ورځې وروسته یې دا خبرپاڼه له خپلې وېبپاڼې لیرې کړه.  

یو سیاسي کارپوه اختر راسخ وایي: «ایران غواړي د پاکستان پروګرامونه چې پاکستان په اوږدمهال کې په افغانستان کې عملي کړې وو، په لاس کې واخلي. هغه دریځ چې پاکستان درلود اوس ایران غواړي خپل یې کړي او افغانستان کې د پاکستان ځای‌ناستی شي.»

د دغو سیاسي کارپوهانو په باور تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل، کېدای شي د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د شنه څراغ په مانا وي.

یو بل سیاسي کارپوه محمد هاشم دانش وایي، چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې د داعش د نفوذ له وېرې له طالبانو سره تعامل کوي. هغه وویل: «یوازینۍ موضوع چې له امله یې ایران له طالبانو سره اړیکې لرلو ته لېوالتیا لري د وېرې موضوع ده. د امریکا مطبوعات افغانستان کې د داعش د ودې پربنسټ وېره خپروي او ایرانیان له څېړنې پرته فکر کوي چې داعش په رښتیا هم په افغانستان کې په همدومره پیاوړې توګه فعالیت لري. د امریکایي رسنیو د راپور له مخې افغانستان کې کابو شپږ نیم زره داعش جنګیالي حضور لري.»

محمد افضل حقاني اته میاشتې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې سفارت کې د کونسلي مرستیال په توګه ټاکل شوی و.

ایران کې یوه افغان دیپلومات ویلي و، کله چې محمد افضل حقاني تهران ته له کابله د خپلې سرپرستۍ لیک راوړ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوموړي ته په سفارت کې د طالبانو د استازي په توګه د فعالیت اجازه ورنه‌کړه، خو له هغې وروسته د طالبانو او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ پرېکړه شوې وه چې د نوي کال تر پیله به سفارت طالبانو ته سپاري.

دغه ديپلومات ویلي و، د ایران او طالبانو ترمنځ «یوه معامله» وشوه چې دیپلوماتان یې پر جزییاتو نه پوهېږي.

ایران تهران کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې طالبانو ته سپاري چې تر اوسه هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې. خو طالبانو له دې مخکې روسیې، چین، ترکمنستان او قطر ته دیپلوماتان معرفي کړي دي.