محمد سعید د کونړ د پېچ درې ولسوالۍ د ماڼوګۍ درې اوسېدونکی دی. نوموړی له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې خطاطي کوي. هغه په لاسونو ډول ډول هنري لیکدړې او ډیزاینونه جوړوي. نوموړی وايې دغه هنر يې په ګاوندي هېواد پاکستان کې زده کړی دی.
د محمد سعید په وینا له دې لارې یوه اندازه پیسې ترلاسه کوي چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي.
هغه زیاتوي: «کله چې کلونه وړاندې زه له کورنۍ سره پاکستان کې اوسېدم، له یوه استاد څخه مې د خطاطۍ یا ښکلې لیکنې هنر زده کړ، زما عُمر هم په هغه وخت کې کم و کابو اوولس کلن وم چې دا هنر مې زده کړ او کله چې افغانستان ته راستانه شوو دلته مې د خطاطۍ کار پیل کړ.»
نوموړی وايي، څه د پاسه ۱۵ کاله کېږي چې دا کار کوم او پرې خوښ یم ځکه له دې لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې برابروم.
له بلې خوا، د کونړ اوسېدونکي هم د خطاطۍ په دغه کار خوښ دي، دوی زیاتوي هغه وخت چې په کونړ کې د خطاطۍ کوم کارځای نه و دوی به د لیکدړو، لوحو او ډیزاینونو لپاره نورو ولایتونو ته تلل.
ددې ولایت یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «پخوا چې په کونړ کې د خطاطۍ دغه کار ځای نه و نو موږ به د عادي لوحو او لیک دړو جوړولو لپاره نورو ولایتونو ته تلو خو اوس چې دلته دغه هنري کارونه کېږي دا لویه آسانتیا ده.»
د لاسي هنر او صنایعو د نندارتون او مناسب بازار نشتوالی هغه لویه ستونزه ده چې کونړ کې خلک تري شکایت کوي .
ذبیح الله وايي که دغه ډول هنرونو ته د طالبانو اداره مناسب بازار او نندارتون جوړونه جوړ کړي دغه هنر به وده او لازیات کسان به دغه هنر ته مخه کړي.
نوموړی زیاتوي: «دا یو ښه هنر دی چې یو څوک په لاس داسې ښکلي آثار جوړوي، دا وړتیا په هر چا کې نه وي که دغه ډول کارونو ته د طالبانو اداره نندارتونونه او د پلور بازار پيدا کړي لازیات ځوانان به دغه هنر ته وهڅول شي.»
نه یوازې په کونړ بلکې د هېواد ډېری ولایتونو کې غوره استعدادونه شته خو دوی ته د نه پاملرنې او مناسب بازار د نشتوالي له امله دغه ډول هنرونه پټ پاتې دي.