افغانستان

بې‌پولې خبریالانو سازمان د مرتضی بهبودي د خوشي کولو غوښتنه وکړه

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) او د فرانسې ۱۴ نشراتي او تولیدي رسنیو له طالبانو غوښتي، چې دوه ملیتي خبریال مرتضی بهبودي ژرترژره خوشی کړي.

مرتضی بهبودي یوه میاشت مخکې کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

په هغه اعلامیه چې طالبان نن د بې‌پولې خبریالانو سازمان خپره کړې ده، راغلي: «د «بهبودي» د نیولو پروړاندې ۳۰ ورځې چوپ پاتې شوو، خو نن نړۍ باید پوهه شي چې هغه یوه میاشت مخکې د جنورۍ پر اوومه نېټه په کابل کې ونیول شو.»

د دې اعلامیې په دوام کې راغلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د نوموړی د ازادۍ لپاره ډېر کارونه کړي دي.

په اعلامیه کې د دغه خبریال نیول کېدل «ناسم» کار بلل شوی دی.

بهبودي چې د فرانسې او افغانستان تابعیت لري، د جنورۍ پر پنځمه افغانستان ته راغلی او دوې ورځې وروسته کله چې د اطلاع‌رسوونې د اجازه‌لیک د ترلاسه کولو په هڅه کې و، د طالبانو له خوا ونیول شو.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا ښاغلی بهبودي پر جاسوسۍ تورن شوی او کابل کې یوه دایمي زندان ته لېږدول شوی دی.

بهبودي په ۲۰۲۲ کال کې د «افغان نجونې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پلورل کېږي» راپور له لیکلو وروسته چې د «فرانس ۲» شبکې له خوا خپور شو، ډېر وستایل شو او په هماغه کال یې د «بایو» جایزه ترلاسه کړه.