په کندز، بغلان او شاوخوا ولایتونو کې د بې وزله کورنیو سخت ژوند، د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون بې وزله کورنۍ د وزګارۍ او سون او خوراکي توکو ته د نه لاسرسي ترڅنګ، د هوا د سړېدو له امله اندېښنه لري.
په کندز او بغلان ولایتونو کې کورنۍ وايي چې نه پوهېږي له وزګارۍ، بې وزلۍ او سړې هوا سره څه ډول مقابله وکړي.
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د غره په لمن کې په کوڅو کې په تللو سره، د محمد قربان خټین کور ته ورغلو چې د ماشومانو لړزېدل د هغوی د کور د سړېدو ښودنه کوي.
د ژمي سختې یخنۍ محمد قربان اندېښمن کړی دی. هغه څلور ماشومان لري او د پلخمري ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې ژوند کوي.
هغه وايي چې نه یوازې په دې شپو ورځو کې د خوړلو او کورونو د تودولو لپاره څه نه لري؛ بلکې د ژوندانه له لومړنیو امکاناتو بې برخې دي.
هغه د اوبو راوړلو لپاره، اوږده لاره مزل کوي ترڅو د څښاک اوبه ترلاسه کړي. دا یوازې محمد قربان نه دی چې په روان ژمي کې له ستونزو سره مخ دی؛ بلکې نور بې وزله وګړي هم د خپلو کورونو د تودولو په لټه کې دي.
محمد قربان وایي چې د سون لپاره لرګي نه لري او په دې سړه هوا کې د پلاستیک سوځولو ته اړ شوی دی.
هغه هره ورځ له سهاره تر ماښامه د یوې نمړۍ ډوډۍ لپاره ښار ته ځي؛ خو ډېری ورځې تش لاسونه کور ته ستنېږي.
د پلخمري ښار دغه اوسېدونکی زیاتوي: «په ساعتونو په چوک کې د کار په لټه کې وم؛ خو کار نشته، په لاسي کراچۍ سره هڅه کوم چې کار پیدا کړم؛ خو بیا هم کار نه پيدا کېږي.»
د قربان مېرمن جمیله هم د خپل ژوند په اړه غمجنې کیسې لري. هغه وايي: «ډېری شپې مې ماشومان د خوړو لپاره ډوډۍ نه لری او سږ ژمی زما په ژوند کې تر ټولو بد ژمی دی.»
له هغه پوښتنه کوم چې اوبه څه ډول راوړي؟ په ځواب کې وایي: «په ورځو به مو اوبه نه لرلې، که اوبه هم راوړو، سون توکي نه لرو چې ګرمې یې کړو؛ چاره څه ده، مجبور یو چې دا هر څه وزغمو.»
په دې سیمه کې ددې کورنۍ په شان، لسګونه نورې بې وزله کورنۍ هم د اوبو، برېښنا، خوراکي او سون توکو له نشتوالي شکایت لري. په دې لړ کې په دغه ځای کې داسې ماشومان هم لیدل کېږي چې خپلو کورنیو ته د اوبو پر راوړلو سربېره، نور سخت کارونه هم کوي ترڅو په خپلو کورونو څو شېبې په مړه ګېده آرام وکړي.
د یادولو وړ ده چې تراوسه په بغلان ولایت کې د سختې یخنۍ له امله یوولس ته مړه شوي دي.
په کندز کې هم سختې یخنۍ بې وزله ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
فیصل هغه کارګر ماشوم دی چې هره ورځ د کندز ښار په یوه برخه کې د خلکو بوټان رنګوي. نوموړي چې په تېرو اونیو کې د ورځې اتیا تر لس افغانۍ کار کاوه، اوس سړې یخنۍ د نوموړي کار هم پيکه کړی دی.
هغه وویل: «کار نشته او ستونزې ډېرې دي، هوا هم ډېره سړه شوې او کله چې کور ته ځو، بخارۍ نه لرو، لرګي نه لرو کوچني وروڼه مې شپه او ورځ ساړه ځوروي. پیسې نه لرو چې بخارۍ او لرګي وپېرو. هره ورځ ښار ته د کار لپاره ځم، آن د شپې د خوړو لپاره وچه ډوډۍ نه لرو.»
له دې سره سره له یوې خوا سخته سړه هوا او له بله پلوه د سون او خوراکي توکو د بیو لوړېدو د هغه او زرګونه نورو هېوادوالو لپاره ژوند ګران کړی دی.
شروح الله او ذبیح الله پر واټونو دوه نور ماشومان هم وايي: «کور مو کرایي دی، وضعیت مو ښه نه دی، اوړه او غوړي نه لرو، په دې ورځو کې هوا ډېره سړه شوې او بخاري نلرو، لرګي هم لرو، هره ورځ ښار ته راځم؛ خو کار نشته. پیسې نه لرو چې کور ته ډوډۍ یوسو، خلک هم نه غواړي چې بوټان یې رنګ کړو؛ کله چې سهار وختي له کوره وځو، هوا ډېره سړه وي او یخ مو کېږي، تر ماښامه په ښار کې وم او د ورځې له شلو تر دېرش افغانۍ په سختۍ پیدا کوم.»
دا په داسې حال کې دي چې هېوادوال سږ کال د ژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېری خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او هغه ښځې چې د کورنیو سرپرستي پرغاړه لري هم له دندو ګوښه شوې دي.