په هېواد کې په خصوصي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز سره سم طالبان اوس په ولایتونو کې د هغو خیریه ټولنو د ښځینه وو پر کار بندیز لګولی، چې د افغان مېرمنو له لورې د بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي لپاره فعالیت لري.
په ختیځو ولایتونو کې د ښځو د خيریه ټولنو مسوولینې وایي، چې د طالبانو عدلیې ریاست د هغو ښځينه وو پر کار هم بندیز لګولی، چې د بېوزله کورنیو د لاسنیوي لپاره په انځوریزه بڼه خپرونې کوي او له بهره مرستې ورته را ټولوي.
حمیرا چې په ننګرهار کې د یوې خیره ټولنې مشره ده له آمو سره په خبرو کې وايي: «زه دفتر کې وم، عدلیې ریاست نه طالبانو زنګ راته وواهه چې دلته راشه، زه لاړم وایي نور کار مه کوه بندیز دی.»
هغه وایي، د کار د بندېدو په اړه یې د طالبانو له عدلیې ریاست سره ډېرې خبرې وکړې، خو په وینا یې په کوم واضح دلیل یې نه ورته درلود.
نوموړې زیاتوي: «دوی واضح څه ونه ویل، خو دومره وايي، چې نور ښځینه وو ته د کار اجازه نشته، په هېڅ برخه کې کار نشي کولی.»
په ننګرهار کې د یوې بلې خیره ټولنې مشره بیا د نوم نه اخیستو په شرط آمو ته وویل، طالبانو په ټوله کې د هغو خیره ټولنو پر کار بندیز لګولی، چې د ښځو له لوري پرانیستل شوې او د بې وزله خلکو لاسنیوی کوي.
دوی وایي، سره له دې چې هېڅ سیاسي حرکت یې نه درلود خو بیا هم پرې بندیز ولګېد او د کار پر وړاندې یې طالبانو له کوم لامل پرته بندیز ولګاوه.
هغه زیاتوي: «موږ ښځو ته ولې دومره په بده سترګه کتل کېږي، طالبان اخر له موږ څه غواړي، ما خو یوازې خیره فعالیت کاوه، خو دوی دا هم نشي زغملی او کار یې راباندې بند کړ او ګواښ یې وکړ چې بیا فعالیت ونه کړې.»
هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د طالبانو د عدلیې ریاست نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نشو.
د راپورونو پربنسټ طالبانو هغو ښځو ته چې خیره ټولنې لري ویلي، دوی به بې جوازه او هغو ټولنو ته چې مشري او پرانیستونکي یې ښځینه دي د کار اجازه ورنکړي، که په هره برخه کې وي.
د مالوماتو له مخې، په ټول ختیځ کې له سلو ډېر خیریه بنسټونه د بې وزله کورنیو د لاسنیوي په پار فعالیت لري، چې یو شمېر یې د ښځينه وو له لوري پر مخ وړل کېږي او پرانیستونکي یې هم ښځینه دي.
دا بندیزونه وروسته له هغې زیات شول چې طالبانو په یوه فرمان کې په خصوصي ادارو کې د ښځينه وو پر کار بندیز ولګاوه او لسګونه هغه ښځې یې وزګاره کړې، چې د خپلو کورنیو سرپرستي یې پرغاړه وه.
عام خلک هم د طالبانو دا ډول بندیزونه له بېوزلو خلکو سره ظلم بولي او له دوی غواړي چې خیره موسسو او ټولنو ته اجازه ورکړي، چې د بې وزله وګړو لاسنیوی وکړي.
له بلې خوا، په خصوصي ادارو کې د ښځو د کاربندیز د اغېزو په اړه تازه اکبر موسسې ویلي، چې په ټول هېواد کې یوازې د دوی ۱۸۳ غړو موسسو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
دوی زیاته کړې، که حکومت خپله پرېکړه بیرته وانخلي دا به پر افغانانو په ځانګړي ډول بې وزله کورنیو سختې بشري او اقتصادي اغېزې ولري.