افغانستان

د اسماعیل خان په مشرۍ د طالبانو خلاف مقاومت د سمون اسلامي شورا جوړه شوه

په هرات ولایت کې پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان، په ایران کې د لوېدیځې حوزې له قوماندانانو د طالبانو خلاف مقاومت د سمون اسلامي شورا جوړه کړې ده.

سرچینو آمو ته ویلي د طالبانو خلاف مقاومت د سمون شورا پنجشنبې د مرغومي په لومړۍ نېټه په مشهد کې د اسماعیل خان په کور کې د ناستې پرمهال په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړ.

ددې ناستې یو ګډون وال وایي چې ددې شورا مشري محمد اسماعیل خان پرغاړه لري او د مدیریت څرنګوالی به یې د پارلمان مخکینی غړی او د دغه جهادي قوماندان زوی محمد طه پرغاړه ولري.

په دې ناسته کې د لوېدېځې حوزې، د کندهار، بغلان، کاپیسا، نورستان او ځینو نورو ولایتونو قوماندانانو او د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکو ګډون درلود.

په دغه ناسته کې، اسماعیل خان د هېواد د روان وضعیت، پر ښځو د محدودیتونو د دوام او د طالبانو له خوا د هغوی د حقونو سیستماتیک سلبولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ښځو په اړه یې د طالبانو د حکمونو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

اسماعیل خان په دې ناسته کې له طالبانو سره پر وسله واله مبارزه ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د وسله والې مبارزې صفونه باید منظم کړو.»

دغه پخواني جهادي قوماندان د افغانستان د هزاره وو مشران کریم خلیلي او محمد محقق په «کمزوري چلند» تورن کړل او وې ویل چې دا دوه تنه په ایران کې د هزاره وګړو په منځ کې رول نه لري

هغه له ټولو مشرانو او شخصیتونو غوښتي چې سره راټول شي او له یوه آدرسه د «له اشغال څخه د لوېدیځې حوزې د آزادۍ» په داعیې سره مبارزه وکړي.

محمد اسماعیل خان د افغان مېرمنو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په تړاو ویلي: «په پوهنتونونو کې د طالبانو له خوا د خویندو لپاره د زده کړو د ظالمانه محدودیتونو زیاتوالی چې د ټولو اسلامی لارښوونو او بشري حقونو خلاف دي، سخت پرې خواشینی شوی یم.»

هغه ددې پرېکړې په غندلو سره ویلي چې د طالبانو دا تصمیم نه یوازې په افغانستان کې د ښځو د حق ضایع کول دي بلکې د هېواد د پرامختیا لپاره لوي ګوذار او د راتلونکي په اړه د خلکو ناهیلې کول دي.

سرچینې وایي چې یو بل سیاسي او پوځي بهیر چې د ایران په مشهد ښار کې د «امیر حمزه شورا» په نوم ځینو پخوانیو پوځي او ملکي شخصیتونو په ګډون فعالیت کوي د مقاومت د سمون له اسلامي شورا سره نږدې همکاري لري.

له بلې خوا، د پوځي چارو کارپوه محمد نعیم غیور وايي: «که څه هم په افغانستان کې په اوسني وضعیت کې جګړه غوره لار نه ده، خو په روان نامناسب وضعیت او پر افغانانو واکمن سخت ګیره او افراطي ډله به د لازیاتو ډلو او جبهو د جوړېدو لامل شي.»

غیور خبرداری ورکوي چې د افغانستان د اوسني وضعیت په دوام سره به حالات لا کړکېچن  شي او د لازیاتو جبهو او شوراګانو په جوړېدو سره به وضعیت لاخراب شي.

نوموړی زیاتوي: «طالبان باید خپل سخت دریځونه او محدودیتونه پای ته ورسوي او مذاکرې ته مخه کړي.»

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم له هېواده بهر د طالبانو خلاف دا ډول شورا او جبهه جوړه شوې خو تراوسه یې په افغانستان کې کوم عملي فعالیت نه دی لرلی.

ددې شورا جوړېدو ته د خلکو هیله مندي

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي ددې شورا جوړېدو ته هیله من دي. د هرات ښار اوسېدونکی غیاث الدین په دې اړه وايي: «واقعا چې زغم پای ته رسېدلی او اړینه ده چې دا ډول شورا جوړه شي. دوی باید د اعلان او شعار پرځای عملي کار وکړي. ځکه دا محدودیتونه چې طالبانو لګولي د دوی خلاف له جګړې پرته بله چاره نشته او باید ددې ډلې خلاف له هرې ممکنې لارې مبارزه وکړي.»

د هرات ښار اوسېدونکی مودود له هغو کسانو چې دا ډول شورا یې جوړه کړې غواړي د خلکو د ژغورنې لپاره عملي کار وکړي.

هغه وویل چې باید په دې حرکتونو سره یوازې په شعارونو او خبرپاڼو په خپرولو بسنه ونه کړي. «خلک نور د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند کولو وس نه لري.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هېواده بهر یو شمېر سیاستوال په بېلابېلو نومونو راټول شوي او د طالبانو خلاف مقاومت خبره یې کړې ده.