افغانستان

د وژل شوي خبریال رحمت‌الله نېکزاد کورنۍ د ژوند له ستونزو سر ټکوي

د هېواد په سویلي زون کې د الجزیرې د خبریال رحمت‌الله نېکزاد کورنۍ د هغه له مړینې دوه کاله وروسته د خپل ژوندانه له سختیو کیسې کوي.

دوه کاله وړاندې کله چې رحمت‌الله نېکزاد د ماښام لمانځه د ترسره کولو لپاره جومات ته د تلو په حال کې و، ووژل شو. اوس د دغه خبریال کورنۍ وایي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هېڅ بنسټ ورسره د اړتیا وړ همکاري نه ده کړې.

د رحمت‌الله نېکزاد مېرمن زکیه نېکزاد وایي چې د خاوند له مړینې وروسته له اقتصادي ستونزو سره لاس‌اوګرېوان ده او د هېڅ دولتي یا بهرني بنسټ له خوا یې مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغې په دې اړه وویل: «د نېکزاد له شهادته وروسته موږ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یو. د کورنۍ سرپرست نه لرو او ماشومان مې له وېرې ښوونځي او بهر ته نه شي تللای. هغوی له زده‌کړو او ښوونځي بې‌برخې دي. مشر زوی مې ناروغ دی او زه د درملو د چمتو کولو وس نه لرم.»

اغلې نېکزاد دوام ورکړ: «نېکزاد یو ازاد خبریال و او ۲۰ کاله یې د خبریال په توګه خلکو ته خدمت وکړ. اوس یې اولادونه بې‌سرپرسته پاتې دي. د خبریالانو کمېټه باید له موږ سره مرسته وکړي.»

نوموړې زیاتوي چې د هغې د خاوند له وژل کېدو وروسته یوازې د خبریالانو کمېټې زر ډالر نقدي مرسته ورسره کړې ده؛ خو په دې دوو کلونو کې د طالبانو د ادارې او د خبریالانو د کمېټې له خوا هېڅ کومه بله مرسته نه ده ورسره شوې.

دغې مور په دوام کې څرګنده کړه چې زوی یې معلول دی. څو ځله د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ورغلي ترڅو همکاري ورسره وکړي؛ خو تل د رد ځواب ورکړل شوی دی.

د دغه خبریال زوی وایي: «د مخکیني او اوسني حکومت (د طالبانو ادارې) له خوا له موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې. موږ په دې دوو کلونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو. له طالبانو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي.»

د الجزیرې شبکې خبریال رحمت‌الله نېکزاد د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۲ نېټه د غزني ولایت په خواجه حکیم سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا ووژل شو.