افغانستان

طالبانو په بدخشان کې ۱۵ نارینه او ۱۵ ښځې په دُرو ووهلې

سرچینو آمو ته وویل چې طالبانو نن پنجشنبه سهار د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۳۰ تنه د اخلاقي فساد په تور په دُرو وهلي دي.

د دې پېښې شاهدان وایي چې طالبانو هر یو له تورن کس ۳۹ متروکې وهلی دی.

بدخشان کې د طالبانو استیناف محکمې په یوه بیانیه کې ویلي، چې د ۴ ښځو په ګډون یې ۲۱ تنه د نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د دغې محاکمې یوه شاهد محمد نبي د آمو خبریال ته وویل: «په دغو سزا ورکولو سره چې نن یې شاهدان وو زه له خپل اسلامیت څخه وشرمېدم. ځکه ډېر ناهیلي کوونکی کار و. طالبانو په بې‌رحمۍ سره خلک په دُرو وهل.»

هغه وایي: «د طالبانو له دغې کړنې سره زه ورځ تر بلې له حکومته (طالبانو) وېرېږم او د دوی تر بیرغ لاندې له ژوندانه ناهیلی شوی یم.»

خو د بدخشان لپاره د طالبانو د والي ویاند د دغو تورنو د څېړنې د څرنګوالي په اړه د آمو د خبریال پوښتنې ته ځواب ورنه‌کړ.

د طالبانو په دغه محکمه کې ګډون کوونکو او خبریال ته د غږ او انځور اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره دا دویم ځل دی، چې دغه ډله په بدخشان کې صحرایي محکمه جوړوي.

تر یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده په یوه فرمان کې قاضیانو ته امر وکړ چې «حد او قصاص» احکام پلي کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روان هجري لمریز کال د لړم میاشتې پر ۲۲ د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي چې د طالبانو مشر له قاضیانو سره په یوه ناسته کې د «غلو، یرغمل نیوونکو او فتنه‌خپروونکو د دوسیو» په برخه کې د شرعي «حد او قصاص» پر پلي کولو ټینګار وکړ او ویلي یې دي چې «دا د شریعت او زما حکم دی چې واجب دی.»

له هغې وروسته طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د صحرایي محکمو له رامنځته کولو سره تر ۱۵۰ زیات کسان په بېلابېلو تورنو په دُرو وهلي دي.

خو د طالبانو حکومت ویلي، چې د شرعي قوانینو تطبیق د اسلامي شریعت یو نه بدلېدونکی اصل دی او د دغو قوانینو پلي کول د ټولنیز عدالت د تامین په برخه کې ارزښتناک ګام دی.