افغانستان

د زابل اوسېدونکي د بشري مرستو پر وېش نيوکه کوي

زابل چې د هېواد په سويل کې پروت ولايت دی، اوسطدونکي يې جګړو ځپلي وزګاره او بې وزله دی او د ژمې په رارسېدو سره یې ستونزې لازیاتې شوې دي.

په هېواد کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته نړیوالو بنسټونو او د ملګروملتونو سازمان له بې وزلو سره د مرستو لړۍ پيل کړه خو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ددغو مرستو پر وېش نیوکه کوي.

د زابل يو شمېر اوسيدونکي وايې چې بشري مرستې واقعي اړمنو ته نه ورکول کېږي او د خپلوۍ، اړیکو پاللو او ملګرتیا له مخې وېشل کېږي.

هدايت الله چې په يوه پښه معیوب دی، ادعا کوي چې بشري مرستې ډيری هغو کسانو ته رسېږي چې له مسوولینو سره اړیکې لري.

هدايت الله زياتوي: «د جګړو له امله له ارغنداب ولسوالی څخه را کډه شوی یم او دلته له ګڼو ستونزو سره مخ یم خو تراوسه هېڅ مرسته نه ده راسره شوې ځکه موږ واسطه نه لرو او نه هم څوک پېژنو.»

د زابل یوه اوسېدونکې شافعه هم د مرستو د وېش پر بهیر نیوکه کوي او هغه ناعادلانه بولي.

دغه مېرمن وایي: «موږ له دای چوپان ولسوالۍ څخه راکډه شوي یو او دلته په کرایي کور کې اوسېږو اقتصادي حالت مو ډېر خراب دی، خاوند مې فلج دی ځکه خو په کور کې د ګټې وټې څوک نه لرم. موږ ته تراوسه بشري مرستې نه دې راکړل شوې باید حکومت له غریبانو سره مرسته وکړي او د واسطو مخه ونیسي.»

ملا سردار چې د کندهار له شاه ولي کوټ ولسوالۍ څخه دې سیمې ته کډه شوی د مرستو وېش ناعادلانه بولي او وايي د مرستو په ورکړه کې واسطه او خپلوي پالل کېږي.  

نوموړی زياتوي: «زه د جګړو له کبله له شاولي کوټ ولسوالۍ زابل ته راکډه شوی یم موږ په کورنۍ کې ديارلس تنه يو او اقتصادي وضعيت مو دومره خراب دی چې د ماشومانو لپاره د خوړو لپاره څه نشم برابرولای او بشري مرستي چې هر ځل راغلې داسې کسانو ته وېشل شوې چې له مسوولینو سره اړیکې ولري.»

له بلې خوا، د طالبانو د زابل طبيعي پېښو ته د رسېدنې چارو مسوولین بيا د دغو اوسېدونکو ادعا ردوي او وايې چې د مرستو د سروې په بهیر کې د څو بنسټونو استازي فعالیت لري او واقعي اړمنو ته ورکول کېږي.

د زابل طالبانو د طبيعي پېښو ته د رسېدنې چارو آمر عثمان غني وايي، د مرستو په بهیر کې هغه څوک نیوکې کوي چې مرستې نه وي ورته رسېدلې دا پروسه رڼه ده او چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د بل کس حق وخوري.

هغه زیاتوي: «دا خبره غلطه ده چې مرستې په واسطو او اړیکو له مخې وېشل کېږي، په زابل کې تر دا مهاله ۷۰ زره کورنيو سره مرستې شوې چې ډېری یې هغه کورنۍ دي چې د جګړو له امله بېځایه شوې او یا د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.»

د یاودلو وړ ده چې له دې مخکې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو د مرستو د وېش پر بهیر نیوکې کړې دي.