د خیاطۍ ماشینونو غږ چې د ښځو په لاسونو څرخېږي، چوپتیا ماتوي. ددغو ماشینونو غږ، د هغو ښځو د هڅو ښودنه کوي چې د ژوند څرخ د خپلو هیلو خلاف ګرځوي؛ هغه هیلې چې د یوې نمړۍ ډوډۍ په ګروت کې راګیر او لا نه دي پوره شوې.
دا کارخونه په افغاني او د ښځو په لاسونو ګنډل شویو جامو ډکه ده. په دې کارخونه کې مرۍ، تڼۍ او رنګ او رنګ تارونه لیدل کېږي. پر ځمکه څو قیچي ګانې او اتو اېښې دي، ښکاره ده چې ددغو ښکلو جامو د برابرولو لپاره توانمن لاسونه کار کوي.
د آصفې په نوم مېرمن دوه کېږي چې د خیاطۍ د کارخونې مدیریت پرغاړه لري او کابو سل مېرمنې پکې خیاطي زده کوي.
هغه څلوېښت کلنه او د نهو بچیانو (اوو لوڼو او دوو زامنو) مور ده او په اوسني وخت کې په زده کړو بوخت دي. دغه مېرمن وايي چې له خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره چمتو ده هر خطر ومني.
آصفې هیله لرله چې پوهنتون خلاص کړي؛ خو د ستونزو له امله ونه توانېده چې له اووم ټولګي پورته درس ووايي او اوس یې د ژوندانه یوازینۍ اندېښنه د خپلو بچیانو لپاره د اړتیاوو برابرول دي.
هغه وایي: «په دې ورځو کې ددې ترڅنګ چې په مدرسه کې درس وایم، د پلخمري ښار د اسلام کلا سیمې په یوه کارخونه کې د ۹۰ تنو کار زده کوونکو مېرمنو مدیره هم یم.»
دغه مېرمن د ځان، بچیانو او ټولنې لپاره ډېرې هیلې لري. هغه په خپل وخت کې نه ده توانېدلې لکه څنګه چې یې هیله وه درس ووایي، په خپلو خبرو کې د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام په هکله اندېښمنه ده.
نوموړې وایي: «زه یې په اتلس کلنۍ کې واده کړم او هیلې مې د واده جامو په اغوستلو سره پټې کړې؛ خو د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام لپاره، چمتو یم هر ډول خطر ومنم.»
آصفه زیاتوي چې خاوند یې د کورنيو جګړو پرمهال مرمۍ د لګېدو له امله معیوب شوی؛ خو که څه هم د هغې ترڅنګ له خپلې لس کسیزې کورنۍ ملاتړ کوي. نوموړې زیاتوي: «هیله لرم چې بچیان مې درس ووایي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.»
په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، ددې ترڅنګ چې خلک له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د کار او زده کړو دوام، په نه پوره کېدونکې هیلې بدله شوې.