ښځې

بغلان کې یوه ځوان د ۵۰۰ نجونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړه

په داسې حال کې چې تر یوه نیم کال زیاته موده کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه دي تللې، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ یوه ځوان، شاه احمد له یوه اغېزمن اقدام سره غوښتي، د دې ولسوالۍ نجونې د ښوونځیو د تړل کېدو له رنځ څخه وژغوري.

هغه په خپل شخصي لګښت تر ۵۰۰ د زیاتو نجونو لپاره روزنیز کارځای رامنځته کړی دی.

په دغه روزنیز مرکز کې نجونې د خیاطۍ، چرمه‌ګنډولو، ګلدوزۍ مسلکونه او همداراز انګلیسي، ریاضي، قران کریم او تجوید زده کوي.

د دغه روزنیز مرکز یوه زده‌کوونکې حمیرا صَفَري وایي، وروسته له هغې چې د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې ډېری زده‌کوونکې ناهیلې شوې.

هغې په دوام کې وویل: «ډېر وخت د زیاتې ناهیلۍ له امله په کور کې له خپلو وروڼو سره لانجه کوم تر دې چې پلار مې له ښوونځیو د بې‌برخې نجونو لپاره د وړیا روزنیز مرکز د جوړېدو وویل ډېره خوشحاله شوم. د هماغې ورځې سبا دې ځای ته راغلم. په رېښتیا چې د ژوند لپاره یوه بله هیله وه.»

زهرا بله زده‌کوونکې ده، چې تر لسم ټولګي یې زده‌کړې کړې دي او ټاکلې وه یوولسم ټولګي ته ولاړه شي چې د نجونو ښوونځي وتړل شول. هغه وایي: «ولې نجونې ښوونځي ته د تلو حق نه لري؟ ایا علم پر مسلمان نارینه او ښځینه فرض نه دی؟»

هغه چې غواړي په راتلونکي کې اقتصادپوهه شي، د طالبانو له راتګ سره یې ټولې هیلي ناڅاپه له منځه ولاړې؛ خو بیا هم وایي چې ناهیلې نه ده.

زهرا وایي: «له طالبانو غواړم چې ښوونځی پرانیزي. که یې بیا هم نه پرانیزي، نجونې به له زده‌کړو لاس وانه‌خلي. موږ دلته درس وايو او همداراز د خیاطۍ له لارې د خپلو کورنیو له اقتصاد سره مرسته کوو.»

هغه نجونې چې په دغه روزنیز مرکز کې یې د خیاطۍ او چرمې ګنډلو مسلک زده‌کړی دی، وایي که زمینه ورته برابره شي، حاضرې دي د نورو کلیو نجونو ته دغه کار په وړیا توګه ورزده کړي.

دغه روزنیز مرکز هغو کسانو لپاره چې روزنیزو مرکزونو ته د تګ وس یې نه درلود، دا زمینه برابره کړې ترڅو په دغه مرکز کې له حضور سره نوي مهارتونه زده کړي.

نېکبخت چې پلار یې ناروغ دی وایي، چې هیله مې دا وه یوه ورځ په کورس کې شامله شم او انګلیسي ژبه زده کړم چې دا هیله مې د دغه مرکز د ښوونکو له خوا پوره شوه.

هغې وویل: «که طالبانو زموږ پر وړاندې ښوونځي وتړل، زموږ پرمخ به زرګونه نورې دروازې پرانیستل شي. موږ به هېڅکله له زده‌کړو لاس وانه‌خلو.»

د نجونو ترڅنګ میندې هم دغه روزنیز مرکز کې د لیک‌لوست زده‌کولو لپاره راځي او اوس کولای شي لیک ولولي او خپلې ډېری ستونزې هوارې کړي.

ګل بېګم یوه له هغو ښځو ده، چې په دغه روزنیز مرکز کې یې لیکل او لوستل زده کړي دي.

هغه له دې چې کولای شي لیک ولولي او په ۴۰ کلنۍ کې لوستې شوې ده، ډېره خوشحاله ده. نوموړې وایي: «نجونې حق لري چې ښوونځیو ته ولاړې شي.»

که څه هم طالبان وایي، چې د ښوونځیو د پرانیستل یا نه پرانیستل کېدو په اړه به پرېکړه وشي؛ خو داسې برېښي چې په دې تړاو د طالبانو ترمنځ سخت اختلافونه شته دی.