امنیت

طالبانو د تېرې شپې د بریدونو له امله د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر د اعتراض لپاره احضار کړی او د هېواد د هوايي حریم د نقض او د عامو خلکو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې د خپل اعتراض پاڼه ورسپارلې ده.

دا ډیپلوماتیک اقدام وروسته له هغې کېږي چې تېره شپه د پاکستان پوځ د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بریدونه وکړل.

د طالبانو د رسمي سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ تنه نور ټپیان دي.

طالبانو دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلو کورنیو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو لپاره بې‌له کوم معتبر سند او شواهدو پر افغانستان بې‌بنسټه تورونه لګوي.

اعلامیه زیاتوي چې د اسلام‌اباد لخوا د زور او نظامي تېري دغه ناکامه تګلاره نه یوازې ستونزې نه حل کوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګاونډیتوب او د سیمې ثبات ته جدي زیان رسوي.