افغانستان

په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو سیمه‌ییزه غونډه پیل شوه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز په کوربه‌توب په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د لوړپوړو څېړنیزو مرکزونو درې ورځنۍ سیمه‌ییزه غونډه پیل شوه.

دا ناسته په‌داسې حال کې کېږي چې کابل په دې وروستیو کې له منځنۍ اسیا او قفقاز هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي نږدېوالي د زیاتولو لپاره خپل ډیپلوماټیک هڅې توندې کړې دي.

په دغه پرانیستونکې غونډه کې د اوزبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اذربایجان هېوادونو د ولسمشرانو د دفترونو تر چتر لاندې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشرانو، څېړونکو او د بهرنۍ پالیسۍ جوړوونکو ګډون کړی دی.

د طالبانو چارواکي وایي چې د دغې ناستې اصلي موخه د سیمې د ثبات، ترانزیت، اقتصادي نښلون او د ګډو ننګونو پر وړاندې د علمي او ستراتیژیکو حل‌لارو موندل دي.