میدان وردګو کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله، د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه مړه شوي او څلور نور سخت ژوبل دي.
دا خونړۍ پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په هېواد کې د ترافیکي سرغړونو او خرابو سړکونو له امله د عامو خلکو د مرګژوبلې کچه یو ځل بیا د اندېښنې وړ حد ته رسېدلې ده.
میدان وردګو کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار وویل، چې د دغې ولسوالۍ په «دښت توپ» سیمه کې یو روم ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.
د دغې امنیتي سرچینې د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان د سیمې د اوسېدونکو او مسؤلو ځواکونو په مرسته سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
