افغانستان

سي‌ بي‌ اس نیوز: ایران خپلې ځینې ملکي الوتکې افغانستان ته لېږدولې دي

انځور- کابل کې هوايي ډګر چې د طالبانو نظامي موټر په کې لیدل کیږي

سي‌ بي‌ اس نیوز د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران د امریکا له بریدونو د ساتنې په موخه خپلې ځینې ملکي الوتکې افغانستان ته انتقال کړې دي.

دوه تنو امریکایي چارواکو ویلي، چې تر اوسه روښانه نه ده چې ایا په دغو الوتکو کې د ایران پوځي الوتکې هم شاملې دي که نه.

په افغانستان کې د ملکي هوایي چلند یو افسر سي‌ بي‌ اس نیوز ته ویلي، چې د «ماهان ایر» اړوند یوه ایراني ملکي الوتکه د جګړې له پیلېدو لږ وړاندې په کابل کې ښکته شوه او د ایران د هوایي حریم له تړل کېدو وروسته په کابل هوايي ډګر کې پارک پاتې شوه.

خو د دغه خبري اژانس په وینا، پر افغانستان د پاکستاني پوځيانو له هوايي بریدونو وروسته، طالب چارواکو پریکړه وکړه چې د خوندیتوب په موخه دغه ایراني الوتکه د هرات هوايي ډګر ته ولېږدوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د هر ډول ایراني الوتکو شتون رد کړی او سي‌ بي‌ اس نیوز ته یې ویلي: «نه، دا حقیقت نه لري او ایران د داسې کار کولو ته اړتیا نه لري.»

په ورته وخت کې په راپور کې راغلي، پاکستان که څه هم ځان د تهران او واشنگټن ترمنځ د ډیپلوماټیکې لارې په توګه معرفي کوي، خو په پټه یې د ایران پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د دوی په هوايي ډګرونو کې ښکته شي، ترڅو یې د امریکا له احتمالي بریدونو خوندي وساتي.

سي‌ بي‌ اس نیوز زیاتوي چې دا خوځښتونه په ټوله کې له پراخېدونکي جنګ څخه د ایران د پاتې پوځي او هوايي شتمنیو د جلا کولو یوه ښکاره هڅه ښيي، که څه هم پاکستاني چارواکي په ښکاره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د منځګړي رول لوبوي.

امریکایي چارواکو ویلي، د اپریل په لومړیو کې د ولسمشر ټرمپ له خوا له ایران سره د اوربند له اعلان څخه څو ورځې وروسته، تهران د راولپنډۍ ښار ته څېرمه د پاکستان د «نورخان» مهمې پوځي اډې ته څو الوتکې لېږلې دي.

د دوی په وینا، په لېږدول شویو پوځي تجهیزاتو کې د ایران د هوایي ځواک یوه «آرسي-۱۳۰» (RC-130) الوتکه هم شاملې وه، چې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

خو یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي د نورخان هوايي اډې په اړه دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دغه اډه د ښار په زړه کې ده او هلته د الوتکو د یوې لویې ډلې پټول ناممکن دي.

د پاکستان حکومت په رسمي بیانیه کې ویلي: «پاکستان د نورخان په اډه کې د ایراني الوتکو د شتون په اړه د سي‌ بي‌ اس نیوز راپور په کلکه ردوي او هغه پاروونکی بولي؛ دا ډول بې بنسټه کیسې د سیمې د سولې او ثبات د هڅو د کمزوري کولو په موخه خپرېږي.»

خو سي‌ بي‌ اس نیوز زیاته کړې چې اسلام‌اباد هڅه کړې د کړکېچ دواړه خواوې مدیریت کړي؛ یعنې واشنګټن ته ځان د ثبات راوستونکي منځګړي په توګه ښيي او ورسره جوخت له داسې کړنو ډډه کوي چې تهران یا د ایران تر ټولو ځواکمن نړیوال ملاتړی «چین» له ځان څخه خفه کړي.