دا سل لیکونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه لنډ مستند دی چې ښځو په دغو لیکونو کې، په افغانستان کې د خپل ژوندانه وضعیت انځور کړی دی.
دا سل لیکونه د سلو افغان مېرمنو دي چې د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا ته لیکل شوي دي. دغو ښځو د طالبانو تر واک لاندې خپلې کیسې په لیکونو کې راوستې دي او ټاکل شوې چې نن دا لیکونه د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا ته ولېږل شي.
دوی د دې اقدام موخه، د نړۍ له خوا افغان نجونو او ښځو ته پامې بولي. ددغو مېرمنو په باور، نړیوالې ټولنې افغان مېرمنې هېرې کړې دي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې او نجونې، له ننګونو او محدودیتونو سره مخ دي.
هغه مسایل چې په دغو سلو لیکونو کې راغلي، د ښځو هدفي او دوامداره وژنو، د دوی سنګسارولو او په دُرو وهلو، جنسي تېریو، شکنجې او بې دلیله نیول کېدو، جبري او په کم عمر کې ودولو، جبري حجاب، ناوړه چلند، د نجونو ښوونځیو د تړلې پاتې کېدو او څو نورو موردونو په شان موضوع ګانې شاملې دي.
افغان متعرضې مېرمنې وایي چې دا لیکونه، په ښکاره د بېلابېلو مېرمنو له خوا لیکل شوي او د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا ته به ولېږل شي چې په هغې کې په افغانستان کې د مېرمنو وضعیت ته د چټکې پاملرنې غوښتنه شوې ده.
د افغان مظلومو ښځو د غږ لوړولو لپاره فرصت
زهرا یګانه، یوه مېرمن چې ددغو لیکونو په لیکلو کې یې ونډه اخیستې آمو ته وايي: «له افغانستانه د سلو غږونو په نوم د سلو لیکونو موخه، د افغان مظلومو مېرمنو د غږ پورته کول دي. د افغان مېرمنو د حقونو په اړه اعتراض او عدالت غوښتنه په هر یوه دغه لیک کې، په ښځو په درد او کړاو او د دوی د حذف له څرنګوالي سره بیان شوې ده.»
یګانه زیاتوي چې دا لیکونه له دې امله امنیت شورا ته لېږل شوي، ترڅو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د نړۍ پام راواړول شي.
محدودیتونه هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دي
یوه بله مېرمن راضیه علي زاده په دې اړه وايي: «نن د سلو مېرمنو سل لیکونه د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا ته لېږل شوي چې موخه یې د نسل وژنې درول، د ښځو په وړاندې د محدودیتونو لیرې کول او د جبري کډې کولو پای ته رسول دي.»
علي زاده زیاتوي چې څه د پاسه یو کال کېږي چې طالبانو د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي او پر ښځو د دې ډلې محدودیتونه روځ تر بلې زیاتېږي.
د دغې معترضې مېرمنې په وینا، نړیوال په تېره بیا د ملګروملتونو سازمان د طالبانو ددغو ټولو بې عدالیتو په وړاندې چوپتیا غوره کړې او دوی غواړي چې د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا په دې اړه جدي اقدام وکړي.
د نړيوالې ټولنې له شرمه ډکه چوپتیا
مېرمن ویدا چې ددې لیک په لیکلو او لېږلو کې ونډه لري، وایي: «ما هغه وخت تصمیم ونیوه چې د امنیت شورا په نوم لیک ولیکم چې ومې لیدل نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د افغان مېرمنو په وړاندې د لګول شویو محدودیتونو په وړاندې چوپتیا غوره کړې او تراوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی. زه په تنګ او مجبوره شوم ترڅو دا لیک ولیکم او دوی ته یې ولېږم.»
هغه وایي چې په لیک کې یې د افغانستان د روان وضعیت او افغان نجونو او مېرمنو د روان وضعیت یادونه کړې او هغه ترخې خاطرې چې دا ډله یې لري، په لیک کې یې یادې کړې ترڅو د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د افغان مېرمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو ورځو کې، پر افغان مېرمنو د طالبانو محدودیتونه په زیاتېدو دي.
تازه طالبانو ښځې سینګارتونونو، تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تلو منع کړې دي.
د طالبانو اصلي څېره کرار کرار راڅرګندېږي
د ښځو حقونو یوه فعاله شفیقه عزیزي وایي چې طالبان په پام کې لري ترڅو په افغانستان کې «شرعي حدود» جاري کړې او ښځې په بشپړ ډول په ټولو برخو کې له فعالیته بې برخې کړي: «په واقعیت کې موږ وینو چې د طالبانو اصلي څېره کرار کرار څرګنده شي. د ښځو په وړاندې ددې ډلې له خوا وروستي محدودیتونه ددې ښودنه کوي چې چې طالبان هېڅ ملي او نړیوالو اصولو ته ژمن نه دي او هغه څه چې وغواړي ترسره کوي یې؛ ځکه دا ډله له افراط پالنې پرته بل څه په ذهن کې نه لري او ډېر ژر به ددې شاهدان وو چې پوهنتونونه هم د افغان نجونو پرمخ وتړل شي.»
د ویلو ده چې طالبان د نړیوالو په تېره بیا اروپايي هېوادونو له خوا تل پر ښځو د محدودیتونو لګولو په خاطر له نیوکو سره مخ دي او تازه د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا په هغه پرېکړه لیک کې چې ۱۱۵ هېوادونو د تایید رایه ورکړې، د یوه دولت په توګه د طالبانو له په رسمیت پېژندلو یې ډډه کړې ده.