د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې مېشتو سلګونو افغانانو په یوه لویه اعتراضي غونډه کې پر افغان خاوره د پاکستان وروستي هوايي او ځمکني بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
لاریونوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر اسلاماباد فشار راوړي ترڅو پر ملکي سیمو له بمباریو او د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا له سرغړونې لاس واخلي.
د غونډې تنظیموونکو وویل، دا اعتراض یې په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه روغتون او د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولایتونو کې د پاکستاني پوځ د وروستیو بریدونو په غبرګون کې رابللی دی.
د غونډې یو تن مخکښ ګډونوال، نثار ابدیاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ:« دا غونډه پر افغانستان د حاکمې ډلې د ملاتړ لپاره نه ده؛ بلکې دا د هغو بې وزلو افغانانو غږ دی چې په کونړ، نورستان، خوست، پکتیا، کندهار او کابل کې د پاکستان تر ظالمانه بریدونو لاندې دي.»
نوموړي زیاته کړه : « موږ له نړۍ غواړو چې د افغان ولس غږ واوري، ځکه دننه په هېواد کې رسنۍ تر کنټرول لاندې دي او د خلکو غږ چوپ شوی دی.»
په کلیفورنیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) کوارډیناټور، بسمالله هم په دې غونډه کې وویل چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانانو په وژلو او بربادۍ کې لاس لري. هغه له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د پاکستان د دغو ناانساني کړنو مخه ونیسي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغان خاوره بریدونه کوي. په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني جېټ الوتکو په بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، مړه او ټپیان شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې دا بریدونه د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره کوي، خو په کابل کې د طالبانو اداره په افغانستان کې دخپلسرو وسلو شتون ردوي.
د بښنې نړیوال سازمان په خپلو وروستیو غبرګونونو کې ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه لویه سرغړونه ده.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د پاکستان دا کړنې، چې د بې ګناه افغانانو د مړینې لامل کېږي، د «جنګي جنایت» په توګه ګڼل کېدای شي او باید په نړیواله کچه یې څېړنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ادارې د نویو ارقامو په خپرولو سره ادعا کړې چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له ۲۲مې د اپریل تر ۳مې پورې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پاکستان په هوايي او توپچي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۶۱ «ملکي وګړي» وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان دي.
