امنیت

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ: د طالبانو او پاکستان جګړې ۶۸ زره ماشومان بې‌ځایه کړي دي

انځور ارشیف څخه، هغه سمیې چې د پاکستاني ځواکونو لخوا بریدونه پرې شوې

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ وايي چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتو ۶۸۰۰۰ ماشومان بې‌ځایه کړي او همداراز یې د افغانستان په ختیځو برخو کې ښوونځي تړلي دي.

دغه بنسټ په یو راپور کې ویلي چې د دغو نښتو له امله پلرونه او میندې د خپلو ماشومانو د بهر وتلو پر مهال “وېره” لري چې هسې نه ډزې ورباندې وشي.

د دې بنسټ په وینا، دغه روانې نښتې په مجموع کې د ۱۳۴۰۰۰ کسانو پر ژوند او همداراز د ماشومانو د ژغورنې بنسټ پر فعالیتونو، لکه روغتیايي پروګرامونو، تغذیې، د ماشومانو ملاتړ او زده‌کړو باندې ناوړه اغېزه کړې ده.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ په باور، د سلګونو ټولګیو او لنډمهاله ښوونیزو ځایونو تړل کېدل پدې معنی دي چې د دې بنسټ او شریکانو تر ملاتړ لاندې څه باندې ۸۰۰۰ ماشومان دا مهال له ښوونځیو محروم شوي دي.

په راپور کې ټینګار شوی چې ماشومان عاجل ملاتړ او رواني-ټولنیزې مرستې ته اړتیا لري، خو دغه بنسټ مجبور شوی چې د ماشومانو د پاملرنې ځینې مرکزونه په لنډمهاله توګه وتړي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د اسیا د برخې سیمه‌ییز مدیر، ارشد مالک ویلي: “په لسګونو زره ماشومانو هغه څه له لاسه ورکړي چې دوی ته یې ثبات او امنیت ورکاوه. هغوی له خپلو کورونو شړل شوي، له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي. دا جګړه د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره ویجاړونکې پایلې لري. د ماشومانو د ژوند د ژغورنې یوازینۍ لار د تاوتریخوالي ودرول دي.”

نوموړي له طالبانو او پاکستاني پوځیانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او په هر وخت کې د ماشومانو خوندیتوب تضمین کړي.

هغه زیاته کړه چې ټول لوري باید نړیوالو بشري قوانینو ته ژمن پاتې شي او د یوه دایمي اوربند لپاره جګړه بنده کړي.

د ملګرو ملتونو د فبروري د ۲۶مې راپور پر بنسټ، په دغو نښتو کې شاوخوا ۵۶ تنه وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر ټپيان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ زیاته کړې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له هرو دریو کسانو یو یې خوراکي مرستو ته اړتیا لري، په زیانمنو شویو سیمو کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د کار په درېدو سره ۱۶۰۰۰ کسان د خوراکي توکو له وېش څخه پاتې شوي دي.