د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې د شنبې په شپه پر پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو ښوونځی په نښه شوی چې ۲۲ ماشومانو پکې زدهکړې کولې.
هغه ادعا کوي چې په دغه برید کې یو ماشوم ټپي شوی، نور ماشومان چې په دغه ښوونځي کې اوسېدل ژوندي پاتې دي او د دغه ښوونځي دوه یا درې خونې او جومات ویجاړ شوي دي.
له دې وړاندې د دغه برید له پېښېدو وروسته له پکتیکا څخه سرچینو «آمو» ته ویلي وو چې هلته یوه دیني مدرسه په نښه شوې ده؛ هغه برید چې طالبانو یې په پیل کې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
اوس ذبیحالله مجاهد له «العربیه» سره په مرکه کې ادعا کړې چې په دغه برید کې یو ښوونځی په نښه شوی او نورې دوه یا درې سیمې چې بمونه پرې لوېدلي، شاړې سیمې وې او چا ته پکې زیان نه دی رسېدلی.
د طالبانو ویاند په دې مرکه کې ویلي: «هغه ادعاوې چې وايي په دغو سیمو کې وسلوالو حضور درلود، په بشپړه توګه ناسمې دي. هلته هېڅ وسلهوال شتون نه درلود. یوازې ملکي کسان ټپیان او وژل شوي او ملکي سیمې په نښه شوې دي».
هغه یو ځل بیا ادعا کړې چې «د پاکستان اړوند هېڅ وسلهواله ډله» د افغانستان په خاوره کې فعالیت نه کوي.
د طالبانو ویاند په دې اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې یوازې ادعا او «ناسمې» بللې او زیاته کړې یې ده چې د دغه هېواد د پوځيانو بریدونه د «غلطو» معلوماتو پر اساس شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې یې په دغو بریدونو کې د «ټيټيپي او داعش خراسان څانګې پټنځایونه» په نښه کړي او نږدې ۷۰ «ترهګر» پکې وژل شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دا بریدونه «غچ اخیستونکي» او په اسلاماباد، باجوړ او بنو کې د شیعهګانو پر جومات د وروستیو ځانمرګو او موټر بم بریدونو په ځواب کې شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان په خاوره کې د دغو بریدونو مسؤلیت د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او همدارنګه د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی و.
خو طالبانو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه «تجاوز او پر ملکي وګړو برید» بللی او ادعا کوي چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې په دغو بریدونو کې تر ۲۰ ډېر «ملکي کسان» وژل شوي چې «ماشومان او ښځې» هم پکې شاملې دي.
پاکستاني جنګي الوتکو د شنبې په شپه (د کب پر ۲مه) شاوخوا ۱۲ بجې، د ننګرهار د خوګیاڼو، غنيخېلو او بهسودو ولسوالۍ او همدارنګه د پکتیکا برمل ولسوالۍ بمبار کړې.
د طالبانو دفاع وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دوی به «په مناسب وخت کې، حساب شوی ځواب» ورکړي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو برید، د پاکستان د پوځ د استخباراتي او امنیتي ماتې روښانه ثبوت دی او دا ډول پرلهپسې تېري به هېڅکله د هغوی کورنۍ ماتې پټې نه کړي».
پدې وروستیو کې، د طالبانو ځواکونو او پاکستاني سرحدي ساتونکو په تېرو دوو شپو او ورځو کې په وقفه يي توګه څو نښتې هم کړې دي چې تر اوسه یې د مرګژوبلې ارقام نه دي ورکړل شوي.
وروستیوکې سرچینو «آمو» ته تایید کړې چې د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې فرضي کرښې ته څېرمه د مقبل سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښته شوې ده.
سرچینو د دغې نښتې د علت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې دا پېښه د چهارشنبې په ماسپښین شوې ده.
طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په ننګرهار کې د هغوی د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس تر دې وړاندې د نازیانو او اچین ولسوالیو د نښتو په تړاو ویلي وو چې دغو نښتو مرګژوبله نه درلوده.
