ځینې سرچینې آمو ټلویزیون ته وایي چې د بغلان ولایت په ګڼو سیمو کې د طالبانو په ملاتړ بهرني جنګیالي ځایپرځای شوي دي.
د طالبانو له منځه دوو سرچینې له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې د بغلان ولایت په ځینو برخو په ځانګړې توګه پلخمري ښار کې د بهرنیو جنګیالیو ځایپرځای کېدل تایید کړي دي. دغه سرچینې وایي چې دا کسان کابل کې د ایمنالظواهري له وژل کېدو وروسته بغلان ولایت ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې هکله د آمو ټلویزیون د خبریال پیغامونو ته ځواب ورنهکړ.
یوې له دغو سرچینو چې د طالبانو ادارې په امنیتي برخو کې کار کوي، آمو ته وویل چې د ایمنالظواهري له وژل کېدو وروسته دغه بهرني جنګیالي لومړی د مرکزي بغلان د قند په فابریکه کې ځایپرځای شوي وو. د دې سرچینې په وینا د پټېدو ځای د په ډاګه کېدو وېره د دې لامل شوه چې دغه جنګیالی د بغلان – نهرین پر لار «لقيها» سیمه کې مېشت شي. خو له یوې لنډې مودې وروسته بېرته «اب قول» سیمې او وروسته د بغلان برکه ولسوالۍ ته ولېږدول شول.
دا سرچینې، چې د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله یې آمو ته د خپل نوم د خپرولو اجازه ورنهکړه وایي چې د القاعدې شبکې کسان د پلخمري ښار د کرکر سیمې د کیان درې په جولان کلي او همداراز نهرین ولسوالۍ کې ځایپرځای شوي دي.
هغوی په دوام کې ټینګار وکړ، چې دغه کسان ټول وسلهوال دي او «په تورو ښيښو لرونکو پیکپ موټرو کې چې مخکې د ملي امنیت ریاست کارکوونکو کار ترې اخیست» په دغو سیمو کې تګراتګ کوي.
په همدې حال کې یوه بله سرچینه آمو ته وایي چې د پلخمري ښار اړوند کرکر سیمه کې د بهرنیو جنګیالیو تر ۳۰۰ زیاتې کورنۍ ځایپرځای شوې دي، چې ټول یې وسلهوال دي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم له آمو سره په خبرو کې د پلخمري ښار په کرکر سیمه کې د بهرنیو کسانو تګراتګ تایید کړی دی.
د پلخمري ښار اوسېدونکی هارون په دې اړه وايي، چې څو ځله یې په دغو سیمو کې شکمن کسان لیدلي دي.
د پلخمري ښار د کرکر اوسېدونکې نجیبه روستاپور وایي چې څه موده کېږي په دې سیمه کې ناپېژانده کسان ځایپرځای شوي او بهرنیان دي.
هغې په دوام کې وویل: «دغه کسان د سیمې له خلکو سره کار نه لري او له چا سره خبرې هم نه کوي.»
له دې مخکې د روان کال د تلې میاشتې پر ۴ د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې چارواکو په یوه راپور کې ادعا کړې وه، چې د څلورو ترهګریزو شبکو مسوولان له دې جملې د القاعدې شبکې مسوول عبدالحق ایغوري له سراجالدین حقاني سره له لیدنې وروسته بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي و چې له سراجالدین حقاني سره د دغو څلورو شبکو د مشرانو (د ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي تحریک، د تاجکستان انصارالله او د القاعده شبکې) په لیدنه کې پرېکړه شوې چې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ له شبکې عبدالحق او ازبکستان له اسلامي تحریک څخه شیخ ذاکر د القاعدې د پياوړی کولو او د دې ډلې له نورو برخو سره د هغوی د اړیکو د ټینګښت د زمینې برابرولو مسوولیت پرغاړه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر اوسه څو ځله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بهرنیو جنګیالیو حضور رد کړی دی.
د افغانستان په شمال کې د بهرنیو ترهګرو له خوځښتونو د تاجکستان اندېښنه
دا په داسې حال کې دي چې د تاجکستان لوړپوړو چارواکو په نیویارک کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په ۷۷یمه ناسته کې په افغانستان کې د ترهګرو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین په دغه ناسته کې ویلي: «افغانستان په چټکه توګه د ترهګرو په پټنځای او په سیمه کې د افراط پالنې د پراختیا په مرکز بدلېږي.»
مهرالدین همداراز ویلي: «موږ د سیستماتیک کار شاهدان یو چې له مخې یې، د مرکزي هېوادونو د وګړو په ګډون، بهرني جنګیالي د افغانستان شمال ته لېږدول کېږي او موخه یې زموږ پولو ته نږدې د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره هڅې دي.»
د القاعدې ډلې مشر اېمن الظواهري د ۱۴۰۱ کال د زمري پر اتمه د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له برید سره مخ شو او امریکا په دې برید کې د القاعدې د مشر وژل کېدل تایید کړل. له بلې خوا، بيبيسي د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه د ملګروملتونو سازمان له قوله راپور ورکړی و چې د القاعدې مشر اېمنالظواهري د طالبانو ډلې له مشر هبتالله اخوندزاده سره بیا ځلې بیعت کړی دی.
د طالبانو ویندویانو د امریکا دغه برید وغنده خو په عین حال کې یې وویل چې کابل کې د القاعدې د مشر له حضور او وژل کېدو بېخبره دي.
بهرنیو جنګیالیو په ځانګړې توګه د القاعدې شبکې کسانو ته پناه نه ورکول او له هغوی سره د اړیکو پرې کول د امریکا یو له څلورو اصلي شرطونو څخه و، چې د دوحې په هوکړهلیک کې ذکر شوي دي. خو د امریکا دولت څو ځله د طالبانو او القاعدې شبکې ترمنځ د اړیکو له دوام څخه خبر ورکړی دی.
د طالبانو چارواکو تل دغه راپورونه رد کړي دي.