طالبانو د دایکندي ولایت په سنګ تخت و بندر ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه په پوځي مدرسې بدله کړې ده.
ځایي سرچینې آمو ته وايي چې طالبانو پنجشنبې د لړم په پينځمه، خپل کابو درې سوه غړي ددې ولسوالۍ په مرکز کې په «خاتم النبیبن علمیه حوزه» کې ځای پرځای کړي او ددې مرکز زده کوونکي یې ترې ایستلي دي.
په دغه سیمه کې یوه سرچینه چې په امنیتي لاملونو په راپور کې د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي وایي: «طالبانو د دغې نوې جوړې شوې دیني مدرسې د کتابتون کتابونه هم بهر ته غورځولي دي.»
دا کتابتون، د سنګ تخت و بندر ولسوالۍ د یو شمېر فرهنګي فعالینو له خوا د اوه زره ټوکه کتابونو سره کابو دوې میاشتې مخکې پرانیستې وه.
سرچینې ټینګار کړی: «طالبانو د مدرسې د ودانۍ په نیولو سره یې جومات هم په خپل کنټرول کې راوستی او خلک نه شي کولای د جماعت لمونځونه پکې ادا کړي.»
طالبانو په داسې حال کې د دیني مدرسې د نیولو اقدام کړی چې د سیمې خلکو د طالبانو د پوځي مرکز لپاره څو حوېلۍ په پام کې نیولې وې؛ خو طالبانو په «بېلابېلو پلمو» هغه نه دي منلي او ویلي یې دي چې «هلته انټرنیټ او برېښنا نشته.»
دغه سرچینه زیاتوي: «د سیمې خلکو له طالب چارواکو سره د مدرسې د پرېښودلو لپاره خبرې کړې؛ خو لا یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.»
په دایکندي کې د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
خاتم النبین مدرسه یا علمیه حوزه له کابو پینځو کلونو راهیسې، د دایکندي ولایت د سنګ تخت و بندر ولسوالۍ په مرکز کې فعالیت لري. ددې مدرسې ودانۍ، په پاخه ډول د خلکو له شرعي وجوهاتو څخه جوړه شوې ده.
دغه دیني مدرسه په اوسني وخت کې کابو ۱۴۰ نجونې او هلکان زده کوونکي لري او د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو له امله، د نجونو زده کوونکو شمېر زیات شوی دی.
په دې وروستیو کې طالبانو د سنګ تخت و بندر په ګډون د دایکندي په ځینو ولسوالیو، خپل سلګونه کسان ځای پر ځای کړي دي. د طالبانو ددې اقدام انګېزه او لامل تراوسه روښانه نه دی.
په سنګ تخت و بندر ولسوالۍ کې خلک وایي چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ امنیتي ګواښ نه و او د طالبانو ځای پر ځای کولو ته اړتیا نشته.
دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم د طالبانو له خوا د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د مدرسو د خالي کولو په اړه راپورنه خپاره شوي وو چې دا مدرسې د دغې ډلې په پوځي مرکزونو بدل شوي دي.