د اوکرایني چارواکو په وینا، روسي ځواکونو د اوکراین پر سویلي بندرونو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د ترکیې ملکیت درې بار وړونکې بېړۍ لګېدلي، د کښتیو څښتن وايي په زیانمنو شویو بېړیو کې یوې خوراکي توکي یې لېږدول.
الجزیره وايي دغه بریدونه د جمعې په ورځ د تورې بحیرې پر غاړه په اودیسا سیمه کې پر چورنومورسک او اودیسا بندرونو ترسره شوي دي.
د اوکراین سمندري ځواک ویاند رویټرز ته تایید کړې چې د ترکیې ملکیت درې بېړۍ زیانمنې شوې، خو د پېښې نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ټولنیزو رسنیو د یوې ویډیو خپرولو پر مهال، چې په چورنومورسک کې پر یوه “ملکي بېړۍ” د اور وژنې صحنه ښيي، په کلکه غبرګون وښود.
زلنسکي ټینګار وکړ چې د روسیې دغو بریدونو “هېڅ ډول نظامي هدف نه درلود”، او دا په حقیقت کې پر ملکي زېربناوو هدفمند بریدونه دي.
هغه زیاته کړه: دا یو ځل بیا ثابتوي چې روسان نه یوازې دا چې د ډیپلوماسۍ اوسنی فرصت جدي نه نیسي، بلکې جګړې ته دوام ورکوي ترڅو په اوکراین کې عادي ژوند له منځه یوسي.”
زلنسکي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې “مناسب اخلاقي دریځ” وساتي او په ډاګه کړي چې “څوک دا جګړه اوږدوي او څوک د سولې لپاره کار کوي.”
